روسيه: ځينې افغان چارواکي پر روسيه بې بنسټه تورونه لګوي

د عکس سرچینه، Russian embassy
په کابل کې د روسیې سفارت په یوه خبره پاڼه کې ویلي، یو شمېر جګپوړي افغان چارواکي، پرته له دې چې کوم ثبوت یا شواهد ولري، پر روسیې تور لګوي چې له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري.
خبرپاڼه زیاتوي، "افغان چارواکو په دې اړه خپل ولس ته هېڅ کره معلومات یا شواهد نه دي وړاندې کړي، او په کار نه ده چې دوی روسیه د ترهګرو پر ملاتړ تورنه کړي".
د روسیې سفارت دغه اعلامیه وروسته له هغه خپره کړې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو خبرې غونډې ته وویل، د "وسله والو طالبانو ملاتړ د روسیې په ګټه نه دی".
د روسیې د سفارت اعلامیه وایي، "یو شمېر افغان رسنۍ او د افغان پارلمان یو شمېر غړي پر روسیې بې بنسټه تورونه لګوي، او مسکو ته آن ګواښونه کوي چې د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي".
څه موده وړاندې د روسيې سفیر له طالبانو سره خپلې اړيکې منلې وې او ويلي يې وو، له طالبانو سره د دوی اړیکي د روسانو د خوندیتوب او ملي روغې جوړې ته د طالبانو د هڅولو په موخه نیول کېږي.
په اعلامیه کې د افغان پارلمان د یو شمېر وکیلانو، امنیتي چارواکو او د پخوانیو ولایتي چارواکو نومونه یاد شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، دې کسانو داسې څرګندونې کړې چې ګواکې "د روسیې یو پوځي پلاوی په دې وروستیو کې قبایلي سیمې شمالي وزیرستان ته تللی او هلته یې د پاکستان له پوځي چارواکو سره یو ځای د وسله والو طالبانو روزنیز کمپونه له نژدې لیدلي دي".

د عکس سرچینه، Getty Images
اعلامیه د کندوز د پخواني والي هغه تورونه هم یادوي چې ویلي یې وو، "روسیه طالبانو ته د ټانکونو په ګډون هر ډول وسلې ورکوي، او د طالبانو د جنګي موټرو د ترمیم لپاره یې افغان پولې ته نژدې د تاجکستان پر خاوره یو اډه هم جوړه کړې".
په کابل کې د روسیې سفارت دا ټول تورونه "بې بنسټه او د حیرانتیا وړ" بولي.
سفارت په خپله اعلامیه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې د ګڼو هېوادونو پوځیان موجود دي. په دوی کې امریکا ده، چې هر ډول پرمختللې ټکنالوژي لري. نو دا څنګه کېدلی شي چې تر دې دمه نه هم افغان حکومت او نه هم امریکا، داسې کومه ویډیو، یا له هوا څخه اخیستل شوی داسې کوم انځور خپور کړی چې مسکو او وسله والو طالبانو ترمنځ پوځي اړیکې دې ثابتي کړي.
اعلامیه زیاتوي، "د دا ډول تورونو تر شا د یوې خاصي کړۍ لاس دی، او دا هغه خلک دي چې غواړي په افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي، او د خلکو پام بلې خوا ته وګرځوي".
اعلامیه په پای کې دا یادونه هم کوي چې روسیه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، وسلې ورکوي او روزنه یې کوي.









