د سعودي جدې شاهي ماڼۍ مخې ته ډزو دوه ساتونکي وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان جده ښار کې د سلام ماڼۍ مخې ته پر امنیتي کسانو یوه سعودي وګړي ډزې کړې چې دوه کسان یې وژلي. د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته له احتیاطه د کار اخیستو امر کړی.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي، بریدګر منصور العامري نومېږي او ۲۸ کاله عمر لري. نوموړي د سلام ماڼۍ لوېدیځې دروازې مخې ته پر ساتونکو ډزې کړې دي.
په برید کې درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.
سیمه ییزو خبري رسنیو ویلي، برید پر ځايي وخت د شنبې په ورځ ۳ بجې او ۱۵ دقیقې شوی.
سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او بریدګر یې وواژه.
وړاندې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو: "امریکايي وګړو ته مو سپارښتنه دا ده چې د برید سیمې شاوخوا ته د تګ پرمهال له ډېر احتیاطه کار واخلي."
څو ورځې وړاندې د سعودي پولیسو د اسلامي دولت (داعش) اړوندې یوې ډلګۍ پر ځای برید وکړ، دوه کسان یې ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي امنیتي ارګانونه وايي، پولیسو پېښه پلازمېنه ریاض کې شوې وه.
اسلامي دولت ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د شیعه ګانو او پولیسو ضد بریدونه پیل کړي دي.
سعودي عربستان وړاندې ویلي وو، په تېرو څو میاشتو کې یې ګڼ شمېر بریدونه شنډ کړي دي.








