پولیس د لاس ویګاس د بریدګر انګیزه لټوي

Mourners attend a candlelight vigil at the corner of Sahara Avenue and Las Vegas Boulevard for the victims of Sunday night's mass shooting (2 October)

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا په لاس ویګاس کې د یوه کنسرټ پر مهال په ډزو کې ۵۹ کسان وژل شوي او ۵۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې یو وسله وال سټیفین پډاک له منډلې بې هوټله يې په خلاصې فضا کې ترسره کېدونکي کنسرټ کې پر خلکو ډزې کړې دي.

د امریکا نوادا ایالت پولیس لاس ویګاس کې د هغه بریدګر د برید انګیزه لټوي، چې پر یوه کانسرټ یې برید کې ۵۹ کسان ووژل او ۵۲۷ نور یې ټپیان کړل.

څېړونکو رواني ستونزې د بریدګر د برید انګیزه اټکل کړې، خو لاهم د اصلي انګیزې په اړه څېړنې روانې دي.

پولیسو نوادا ک د بریدګر د اوسېدو کور کې تر "۱۸ ډېرې" وسلې او چاودېدونکي توکي موندلي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې دا برید "سوچه شرارت" وباله.

د بریدګر په اړه څومره پوهېږئ؟

د ویډیو تشریح، د کنسرت ګډونوال له ډزو د خوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.

پولیسو په هوټل کې د نوموړي په کوټه کې وسله او په نیواډ کې د هغه په کور کې چاودېدونکي توکي او هم وسله مندلي دي.

خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ولې دا مرګ وکړ.

د بریدګر ژوند

بریدګر سټیفن پډوک

د عکس سرچینه، PADDOCK FAMILY

د عکس تشریح، بریدګر سټیفن پډوک
ر

د عکس سرچینه، BBC/LAURA BICKER

د عکس تشریح، په لاس ویګاس کې د بریدګر کور.

بریدګر ۶۴ کلن سټیفین پډاک دی چې د نیواډا ایالت اوسېدونکی دی له ډزو وروسته یې ځان پخپله وژلی دی.

نوموړی د لاس ویګاس شمال ختیځ ته مسکیټو مېنه کې له مهمو وګړو سره اوسېده.

د رپوټونو له مخې هغه له داسې ښځې سره ژوند کاوه چې ماریلیو ډنلي بلل کېده او اوس په جاپان کې ده.

پولیس وایي، داسې ښکاري چې دغه ښځه له نوموړي سره په دې برید کې ښکېله نه ده.

عیني شاهدان وايي، ډزې د هوټل له ۳۲ پوړه وشوې او دا چې دوی په لوی میدان کې د موسیقي فیسټیوال لپاره ولاړ ول، نو د خوندي پاتې کېدو لپاره یوازینۍ لاره له سیمې منډې وې.

څېړونکي وايي دوی داسې نښې نښانې نه دي موندلې چې بریدګر دې له نړیوالې ترهګرۍ سره اړیکه درلودلې وي، سره له دې چې "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ادعا کړې وه.

د اېف بي ای ځانګړي غړي ارون روس یوې خبري ناستې ته وویل: "اوس موږ معلومه کړه چې کوم نړیوال ترهګریز سازمان سره یې اړیکه نه وه. "

Stephen Paddock

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، شکمن ټوپکوال سټیفین پډاک

خو "اسلامي دولت" نومې ډلې ادعا کړې وه چې د برید ترشا یې لاس دی او سټیفین پډاک څو میاشتې وړاندې "اسلام منلی" و.

د پېښې ځای کې ګڼ امنیتي ځواکونه شته او روغتونونو د ځینو ټپیانو وضعیت نازک بللی دی.

د نیواډا ایالت والي براین سنډووال وویل ځینې ناروغان وینې ته اړتیا لري او پر خلکو یې غږ وکړ چې د وینې مرسته دې وکړي.

ښاغلي سنډووال د نیواډا له ډاکترانو او نرسانو مننه وکړه چې د ده په وینا د ډېرو کسانو ژوند یې ژغورلی دی.

لاس ویګاس ښار په نیواډا ایالت کې دی او د قمارخونو، د ساعتیري او پېر او پلور ځایونو له امله نړیوال شهرت لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سپینې ماڼې په یوه وینا کې دغه برید "شیطاني " وباله او د روغتیايي برخې کارکوونکو هلې ځلې یې وستایلې.

د نړۍ د یو شمېر مشرانو تر څنګ افغان ولسمشر اشرف غني دغه برید غندلی او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکي کړې.

د امريکا لاس وېګاس بريد

دا د امریکا په اوسني تاریخ کې پر عامو خلکو د ډز کولو تر ټولو لویه پېښه ده.

د لاس ویګاس د پولیسو مشر جو لمباردو برید کوونکی "یوازې "وباله، په دې معنا چې له کومې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده. ښاغلي لمباردو وویل، دوی نه پوهېږي چې د بریدکوونکي عقیده څه وه.

ویډیويي کلېپونه ښيي چې د پېښې له ځای په سلګونو کسان په تېښته دي. په ځینې کلېپونو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي خو نه پوهېدل کېږي چې له کومې خوا راځي.

لاس ویګاس

د عکس سرچینه، Getty Images

پولیسو له خکو غوښتي چې د پېښې ځای ته لاړ نه شي.

د موسیقۍ په دغه فیسټیوال کې نژدې ۲۲۰۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د جمعې له ورځې راهیسې د لاس ویګاس په بېلابېلو هوټلونو کې ترسره کېده.

د برید پر مهال سندرغاړی جېسن الډین پر دریځ و چې په ځغاسته ښکته شو. هغه پر انستاګرام لیکلي چې خوندي دی او برید یې "وحشتناک " بللی دی.

Police officers point weapons

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سیمه کې تر برید وروسته ګڼ پولیس وو