ډونالډ ټرمپ نیواډا ایالت کې په اسانۍ بریا تر لاسه کړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا جمهوریت غوښتونکي ګوند له لوري د ولسمشرۍ لپاره هیله مند کاندید او شتمن سوداګر ډونالډ ټرمپ نیواډا ایالت کې په اسانۍ سره بریا تر لاسه کړې او دې سره یې ادعا نوره پیاوړې شوې ده.
نوموړی له نیو همپشایر او سویلي کارولینا وروسته دریم ځلي بریا ته رسیدلی.
سناتور مارکو روبیو او ټیډ کروز، چې روانه اونۍ یې پر یوه بل نیوکې کولې د دویم ځای لپاره د سیالۍ په حال کې وو.
ګوندي مسوولین وايي دوی د دوه ځلې رایې کارونې او په یوه ځای کې د رایې پاڼو کمښت یوې پېښې په اړه پلټنې کوي.
یو شمېر رضاکارو د ښاغلي ټرمپ ملاتړ ته ځانګړي کالي اغوستي وو او چارواکي وايي، دا له اصولو سر غړونه نه ده.

د عکس سرچینه، Reuters
ټرمپ وتوانید ۴۶ سلنه رایې تر لاسه کړي، روبیو ته ۲۳ سلنه رایې ورکړلې شوې او کروز بیا ۲۰ سلنه رایې ګټلې دي. له هغه وروسته، چې پر امریکايي شبکې د میلیاردر سوداګر د بریا احتمالي څرګندونې پیل شوې، لاس ویګاس کې د نوموړي کمپ کې خوښي ولیدله شوه.
لاس ویګاس کې د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي خبریال انتوني زرچر وايي، په رایې کارونه کې ګډوډي لیدل کېده.
د نوموړي په وینا رایې کارونه په ځنډ پیل شوه، د خلکو کتارونه اوږده وو، دوی نه پوهیدل چې کوم ځای کې خپله رایې وکاروي او وايي د رایې پاڼو خوندیتوب لپاره هم مناسب تدبیرونه نه و شوي، خو وايي دې سره هم په دغه بهیر کې د ټګي برګي ثبوتونه نه دي لیدل شوي.
بل لور ته دیموکرات کاندیدانو کې هیلري کلینټن خپل سیال برني ساندراس ته د پنځه سلنه رایو په توپیر ماتې ورکړي.
د دغو رایو پر بنسټ به پرېکړه کېږي، چې د دواړو ګوندونو له لوري به کوم یو کاندید هغو ولسمشریزو ټاکنو کې استازیتوب کوي، چې نومبر میاشت کې تر سره کېږي.








