سعودي عربستان: د نښتو له کبله سلګونه کسان تښتېدلي

د عکس سرچینه، AFP/GETTY
رپوټونو کې ویل شوي د سعودي عربستان ختیځ کې د پولیسو او وسله والو تر منځ له نښتو وروسته سلګونه کسان له سیمې تښتېدلي دي.
پولیس له مې میاشتې راهیسې هڅه کوي د (العوامیه) سیمې زاړه کورونه وران کړي، ځکه په وینا په نریو کوڅو کې یې وسله وال شیعه ګان پټیږي.
خو فعالان بیا پر پولیسو تور پورې کوي، چې د سیمې اوسېدونکي له خپلو کورونو شړي. دا په دغه سیمه کې وروستی تاو تریخوالی دی، چې ډېر اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې وروستيو نښتو کې د دوو پولیس افسرانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي. ځايي فعالان وايي، پولیس د کورونو او ګاډو پر لور بې هدفه ډزې کوي، چې له کبله یې ودانیو ته زیان اوښتی دی او یا یې اور اخیستی.
د سعودي عربستان رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې یو شمېر کسانو له پولیسو د سیمې پرېښوولو اجازه غوښتې او بې ځایه شویو خلکو ته په یوه نژدې ښار کې د استوګنې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د قطیف ښار شاوخوا کې مېشت شیعه ګان وايي، دوی د اکثریت سنیانو پرتله څنډې ته شوي او تبعیض ورسره کېږي.
د روان کال مې میاشت کې ملګرو ملتونو ادارې د سعودي عربستان هغه پرېکړه وغندله، چې د العوامیه سیمې مصوره سیمې ۴۰۰ کاله پخوانۍ ودانيو نړولو لپاره یې وکړه. دغه سیمې کې له درېیو تر څلورو زرو پورې کسان اوسي او د ملګرو ملتونو په باور تاریخي او کلتوري حیثیت ته یې زیان اوړي.

د عکس سرچینه، AFP
د کور جوړولو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټ ورکوونکې لیلانې فرح وايي، چارواکو د دې لپاره د سیمې برېښنا مزي پرې کړي، چې اوسېدونکي یې وتلو ته اړ شي.
ختیځ ایالت کې د حکومت مخالفینو د مېشت ځایونو نړلو په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي په نامه له پاڅونونو وروسته پیل شول او بریدونو او احتجاجونو ۲۰۱۶ کال کې د مشهور شیعه دیني عالم شیخ نمر النمر له اعدام کېدو ورسته زور واخیست.
شیخ نمر چې د حکومت مخالفو احتجاج کونکو کلک پلوي و، په العوامیه سیمه کې اوسېد. سعودي حکومت القطیف سیمه کې د ترهګریزو بریدونو په جرم جولای میاشت کې څلور کسان په دار کړل.
په همدې میاشت کې العوامیه سیمه کې د بمي چاودنو له کبله دوه سعودي پولیس افسران ووژل شول. جون میاشت کې بیا یو بل پولیس افسر او دوه کسان د بمي چاودنو له کبله ووژل شول.








