په ناسته د سړيو لپاره متيازې کول ښه دي؟

يو نارينه پر تشناب ناست دی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, فرننډو ډيورټ
    • دنده, بي بي سي

په ناسته او که په ولاړه؟ دا هغه پوښتنه ده چې دا بحث ترې راټوکېدلی چې نارینه بايد په تشناب کې د ادرار يا متيازو پر مهال څنګه خپله اړتیا پوره او ځان تش کړي.

که څه هم دې پرېکړي ته طبي شواهد نشته چې د کېناستلو پر مهال د حاحت رفع کول دې روغتیايي ګټې ولري خو داسې ښکاري چې عمومي نظر دا دی چې دا د ځان تشولو تر ټولو پاکه لاره ده.

بریتانيا مېشتې د يورولوژۍ بنسټ مشرې ډاګترې مېري ګارټوېټ بي بي سي ته ويلي، "د ادرار سمه يا ناسمه طريقه نشته دا په هر کس پورې اړه لري. خو که تشناب پاک وي کېناستل په ريښتيا تر ټولو پاکه طريقه ده".

اغلې مېري زياتوي، دا طريقه د هغو کسانو لپاره چې د حرکت يا توازن برخه کې ستونزې ولري هم خوندي ده او هم هغه مهال چې د شپې راپاڅېږو او په بيړه تشناب ته ځو.

د کموډ پر سر موبايل او د غاښونو بورس دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۱۳ کال یوې څېړنې ښودلې چې ستاسو د غاښونو برش باید تشناب ته دومره نژدې نه وي چې د نارینه وو د ولاړې پیشاب کولو پرمهال څاڅکي ورباد شي.

په دې تړاو یوه يادېدونکې څېړنه په ۲۰۱۴ کال کې د نېدرلنډز د لياډن پوهنتون له خوا ترسره شوې ده. په دې څېړنه کې دې ته کتل شوي چې د بدن حالت د نورو شيانو تر څنګ د ادرار جريان په چټکوالي څه ډول اغېز لري.

د دوی پايلې وموندله، کېناستل په هغو نارينه کې وو چې د پروسټاټ د غټېدو ستونزه لري، مثانه په چټک او بشپړ ډول خالي کېږي خو په روغو سړيو کې یې "هېڅ توپیر" پيدا نه کړ.

په واقعيت کې د ډېرو نارينه وو لپاره په ولاړه متيازې کول ډېر عملي دي. په عامه تشنابونه کې د نارينه وو قطارونه د ښځو پرتله څو برابره په چټکۍ روان وي. خو په ولاړه ادرار یا متیازې کول د بولو د بادېدو امکان هم زياتوي چې دا نورو ته ناوړه وي.

خبره یوازې د تشناب څوکۍ يا فرش ککړولو پورې نه محدودېږي. د امریکا د ميخانيکي انجينیرانو يوې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې وموندله چې د بولو څاڅکي "په پراخه ساحه کې بادېږي"، د دې مطلب دا چې ښايي د غاښونو بورس تر څنګ نورو شيانو باندې هم ولګېږي.

په برازيل کې یو مجسمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ځينو کلتورونو کې لا هم پر ولاړه د متيازو کول غوره بولي.

ځينو دودیزو ټولنو کې په ناسته د بولو کول غوره ګڼي او خلک دې ته هڅوي. د بېلګې په توګه په مسلمانانو کې دا سنت يا د سپارښتنې منلو طریقه ده چې د اسلام پيغمبر محمد (ص) له اعمالو او لارښونو ګڼل کېږي. خو د ډېرو سړيو زاړه عادتونه په اسانۍ نه بدلېږي او په ولاړه ميتيازې کول لا هم "لومړنۍ" لاره بولي.

په ۲۰۲۳ کال کې يوګو (YouGov) په ۱۳ هېوادونو کې په دې اړه يو نظر پوښتنه وکړه چې نارينه په کوم حالت کې غواړي تشې متیازې وکړي.

په نظر پوښتنه کې راغله چې دا په هره لويه وچه کې توپیر لري. په جرمني کې ۴۰ سلنه سړيو ويل چې دوی هر ځل بولو ته کېني او يوازې ۱۰ سلنه ویل دوی یې په ولاړه کوي خو په بريتانيا کې بيا ۹ سلنه په ناسته او ۳۳ سلنه په ولاړه خپل اړتیا رفعه کوي.

دا په زړه پورې ده چې په جرمني کې په ناسته د متیازو کولو دود ډېر عام دی په داسې هېواد کې چې په ناسته د بولو کوونکي ته د "سېتزپېنکلر" اصطلاح کارول کېږي چې دا د لږ نارينتوب نښه ګڼل کېږي. په برازيل کې بيا يوه پخوانۍ اصطلاح ده چې وايي په ناسته ادرار کول "د ښځو او څنګښو کار دی".

ايا دا کېدی شي چې نارينه د ادرار کولو د طريقې د بدلولو لپاره د تکاملي ځانګړتيا سره مبارزه وکړي؟

د تکاملي ارواپوهنې د مخکښ کارپوه ډاګتر رابرټ ډنبر په وینا، داسې نه ده. دی وايي، "هېڅ [تکاملي] شواهد نشته چې ولې نارینه په ولاړه ادرار کوي."

له دې سره د هغو نارينه وو لپاره چې په ناسته بولې نه خوښوي، احتمالي پلمه هم موجوده ده.

ډاکتر ګارتوېټ زياتوي، "حقیقت دا دی چې ځينې نارينه په ولاړه او ځينې په ناسته د بولو کول کې د ارامښت احساس کوي".

له دې چې کومه پرېکنده طبي مشوره نشته، خو تر هغه چې د ښځينه وو تر فشار او يا پر دېوال خبرتياوې چې هغوی کېناستلو ته هڅوي، د ځان تشولو طريقه د نارينه وو لپاره يو شخصي غوراوی دی.