سعودي عربستان ' د لسګونو کسانو اعدامولو پلان جوړوي '

ویل کېږي، علي النمر، چې د محاکمې له کبله یې په نړیواله کچه غبرګونونه څرګند شوو، ښايي هغو کې شامل دی، چې اعدام به شي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل کېږي، علي النمر، چې د محاکمې له کبله یې په نړیواله کچه غبرګونونه څرګند شوو، ښايي هغو کې شامل دی، چې اعدام به شي

د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنیشنل د هغو رپوټونو په اړه خبرداری څرګند کړی، چې وايي سعودي عربستان په یوه ورځ د لسګونو کسانو اعدامولو پلان جوړوي.

عکاظ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي، ۵۵ کسان د ' ترهګریزو جرمونو ' له کبله په دار کېدو ته منتظر دي.

د الریاض ورځپاڼې په رپوټ کې، چې اوس لرې شوی ویل شوي، چې ژر به ۵۲ کسان مړه شي.

داسې فکر کېږي دغو کسانو کې به هغه شیعه ګان هم شامل وي، چې د حکومت ضد احتجاج کې شامل وو.

د بښنې نړیوال سازمان مسوولین وايي، سږ کال دغه هېواد کې د اعدامونو ډېرېدو ته په کتو سره دوی پرته له دې، چې دغه رپوټونه جدي وبولي، بله چاره نه ویني.

دغه سازمان وايي، د سږ کاله له پیله سعودي عربستان کې ۱۵۱ کسان اعدام شوي دي، چې وايي دا له ۱۹۶۵ راهیسې تر ټولو ډېر شمېر دی.

ویل کېږي، د ۱۹۱۴ کال اوږدو کې، د اعدام شویو کسانو شمېر ۹۰ ته ورسېد.

د سعودي ورځپاڼې عکاظ رپوټ کې ویل شوي هغو کسانو کې، چې اعدامیږي د ' القاعده ترهګر ' هم شامل دي او دغه راز پکې د عوامیه سیمې اوسېدونکي هم شته.

سعودي عربستان وايي، دغه هېواد کې د اعدام سزا له شریعت سره سمه او د شفافې محاکمې معیارونو په پام کې ساتلو سره ورکوله کېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سعودي عربستان وايي، دغه هېواد کې د اعدام سزا له شریعت سره سمه او د شفافې محاکمې معیارونو په پام کې ساتلو سره ورکوله کېږي

ورځپاڼه کاږي، پر القاعده وسله والو تور دی، چې غوښتل یې د کوچنیو وسلو، چاودیدونکو توکو او له ځمکې نه هوا ته ویشتل کېدونکو توغندیو په مرسته بریدونه وکړي او حکومت نسکور کړي.

رپوټ زیاتوي، چې د عوامیه سیمې اوسېدونکي بیا د بغاوت، پر امنیتي ځواکونو د بریدونو او په ګاونډي هېواد بحرین کې د مداخلې په جرمونو رسماً تورن شوي دي.

عوامیه د ختیځ ولایت په نفتو بډایه سیمه ده. دغه سیمه له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سعودي شیعه لږکۍ د احتجاج مهم مرکز دی، چې له اوږده مهاله شکایت کوي، د سعودي سني اکثریت له لاسه څنډې ته شوي دي.

امنسټي مسوولین وايي، په هغو کسانو کې، چې اعدام کېدو ته منتظر دي، شپږ شیعه فعالان هم شامل دي، چې د یاد سازمان په خبره:

' ښکاره ده په غیر شفاف ډول محاکمه شوي دي.'

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د امنسټي انټرنیشنل مرستیال مشر جیمزلینچ وايي:

'' دا څرګنده ده، چې سعودي چارواکي د سیاسي ګټو تر لاسه کولو لپاره د ترهګرۍ خلاف جګړه د بدیل په توګه کاروي.''

سعودي عربستان وايي، دغه هېواد کې د اعدام سزا له شریعت سره سمه او د شفافې محاکمې معیارونو په پام کې ساتلو سره ورکوله کېږي.