د فیسبوک کارنو شمېر ۲ میلیاردو ته ورسېد

د نړۍ د وګړو یو پر څلورمه وګړي فیسبوک کاروي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ د وګړو یو پر څلورمه وګړي فیسبوک کاروي

فیسبوک وايي، د دې خواله رسنۍ د فعالو کارنو شمېر په میاشت کې دوه میلیارد کسانو ته ورسېد.

مارک زوکربرګ ۱۳ کاله مخکې د فیسبوک بنسټ کېښود او د سې شنبې په ورځ یې وویل، چې د نړۍ څلورمه برخه اوس دا خواله رسنۍ کاروي.

مارک زوکربرګ د فیسبوک بنسټولو پر مهال هارورډ پوهنتون زدکوونکی و او د دې پروژې د بشپړولو لپاره یې پوهنتون پرېښود.

دې خواله رسنۍ د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې ویلي و، چې یو میلیارد کارن لري.

د دې رسنۍ د کارنو شمېر په تېرو پنځو کلونو کې دوه برابره شوی دی.

دا په داسې مهال ده چې اټکل کېده، د سنپ چټ چټکه وده به د فیسبوک پرلپسې پراختیا کمه کړي.

د روان کال په لومړیو کې د فیسبوک بنسټګر وویل، چې له تبلیغاتو به خپل عاید کم کړي.

مارک زوکربرګ زیاته کړه، چې د فیسبوکیانو شمېر باید ډېر شی، ځکه چې لا هم د نړۍ ټول وګړي له دې شبکې سره یو ځای شوي نه دي.

"موږ ته دا مهمه ده چې ټول خلک دا خواله رسنۍ ولري".

مارک زوکربرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارک زوکربرګ د فیسبوک بنسټولو پر مهال هارورډ پوهنتون زدکوونکی و او د دې پروژې د بشپړولو لپاره یې پوهنتون پرېښود.

د فیسبوک چټک وده د دې خواله رسنۍ د منځپانګې په هکله هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

په یوه تازه پېښه کې یوه کارن داسې ویډیو خپره کړې چې پکې پر بوډا ډزې کوی او وژني یې.

تېره میاشت فیسبوک ادارې وویل، چې د منځپانګې د څارلو لپاره ۳۰۰۰ نور کارمنان ګوماري.