فیسبوک هره میاشت ۲ میلیارده کاروونکي لري

فیسبوک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ د ټولو وګړو ۲۵ سلنه یې په میاشت کې یو ځل فیسبوک کاروي

د ټولنیزو اړیکو ویبپاڼې فیسبوک تازه شمېرې ښيي چې د روان کې په لومړیو درېیو میاشتو کې یې په ګټه وټه کې زیاتوالی راغلی او د کاروونکو شمېره یې هم دوه میلیاردو ته ور نږدې شوې ده.

د فیسبوک په خبره، هره میاشت یې د کاروونکو شمېره یو میلیارد او ۹۴۰ میلیونو کسانو ته رسي، چې له ډلې یې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه کسان په ورځني ډول فیسبوک کاروي.

د امریکا د ټیکنالوجیکو سرچینو په خبره، فېسبوک د روان کال په لومړیو کې درېیو میاشتو کې یې ۳ میلیارد ډالره ګټه کړې ده.

په دا وروستیو اونیو کې یاده ټولنیزه ویبپاڼه له دې امله تر سختو نیوکو لاندې ده چې ګواکۍ نفرت زېږوونکې ویناوې، د ماشومانو د جنسي ځورونې او ځان ژوبلونې بوږنوونکي انځورونه/ویډیوګانې پرې خپرېږي.

د تېرې چارشنبې په ورځ د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ، پر فیسبوک د خپرېدونکې محتوا د ارزونې لپاره د ۳۰۰۰ نویو کسانو د ګومارنې خبره کړې وه.

د نړۍ د ټولو وګړو ۲۵ سلنه یې په میاشت کې یو ځل فیسبوک کاروي، چې نوي کاروونکي یې ډېری د شمالي امریکا او اروپايي ټولنې له پولو بهر دي.

مارک زوکربرګ زیاته کړې، د فیسبوک کاروونکو زیاتوالي دا لاره هواره کړه چې دغه پاڼه د ټلوېزیون، سیاست او روغتیا په برخو کې نوره هم پراخه شي: "پر همدې بنسټ به زموږ راتلونکی تمرکز پر ټولنه جوړولو وي ... ډېر څه شته چې باید تر سره شي."