له فېسبوک او ګوګل نه میلیونونه ډالر تروړل شوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېدل، چې دوی له ۱۰۰ میلیونه ډالره ډېرې پېسې د ټګ کس بانکي حساب ته لېږلي دي

فېسبوک او ګوګل منلې، چې د ټګي برګي له لارې له دوی نه نژدې ۱۰۰ میلیونه ډالر تروړل شوي دي.

مارچ کې ویل شوي وو، چې د لیتوانیا یو سړی له دې کبله تورن شوی، چې ګواکې دوې امریکايي کمپنۍ یې د برېښنالیک له لارې ټګلې دي،خو هغه مهال یې نومونه نه وو یاد شوي.

ویل کېدل، چې دوی له ۱۰۰ میلیونه ډالره ډېرې پېسې د ټګ کس بانکي حساب ته لېږلي دي. د اپریل پر ۲۷ مه د پرچون رپوټ کې ویل شوي، چې دغه دوې کمپنۍ ګوګل او فېسبوک وې.

دغه سړی چې له شرکتونو سره یې ټګي کړې، ۴۸ کلن ایوالداس ریماساوسکاس بلل شوی، چې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې یې د یوه اسیايي تولید کونکي په توګه دوی ته ځان وژپېژندلی و.

د امریکا متحدو ایالتونو انصاف محکمې مارچ کې ویلي و:

''د ټګي برګي ښکار شویو شرکتونو کارکونکو او استازو ته د ملیونونو ډالرو لېږد جعلي بریښنالیکونه استول شوي وو، چې معمولاً له (اسیايي) شرکت سره د راکړې، ورکړې اړوند و. ''

د چارواکو په وینا 'دغه برېښنالیکونه داسې طرح شوي وو، چې له یوه اسیايي شرکته راغلي ښکارېدل، خو داسې نه وو. '

د ګوګل یوې ویاندې د دغې موضوع په تړاو ویلي:

''موږ پېسې بېرته لاسته راوړې او له نیکمرغه دغه ستونزه هواره شوې ده. ''

خو شرکت دا نه دي ویلي، چې څومره پېسې یې بېرته تر لاسه کړې دي. دغه راز فېسبوک هم د تر لاسه شویو پېسو کچه نه ده څرګنده کړې، خو وايي:

''موږ له پېښې سملاسي وروسته څه پېسې تر لاسه کړې دي او موږ له چارواکو سره د څېړنو برخه کې همکاري کوو. ''