دښته کې ۴۴ کسان له تندې مړه شوي

د عکس سرچینه، AFP
سره صلیب چارواکو بي بي سي ته ویلي، د نایجر صحاره نومې دښته کې ۴۴ کسان له تندي مړه شوي دي.
د سره صلیب یوه چارواکي لاول طاهر په وینا پېښه کې شپږ ژوندۍ پاتې ښځو ویلي، د دغو کسانو د سپرلۍ لارۍ دښته کې له کاره لوېدلې وه.
ژوندۍ پاتې ښځې دیرکو نومي سیمه کې یوه نژدې کلي ته رسېدلې وې. دوی وايي مړو شویو کسانو کې ماشومان هم شته.
د نایجریا صاحلین نومې وېبپاڼې په خبره دغه کسان چې د ګینیا او نایجریا اوسېدونکي وو، هڅه یې کوله لیبیا ته لاړ شي.
ښاغلي طاهر ویلي، تر اوسه د مړیو پېژندګلوۍ لپاره دښتې ته څوک نه دي تللي.
ډېر هغه افریقا کډوال چې د مېدېترانې له لارې اروپا ته ځي شمالي افریقا ته د رسېدو لپاره د نایجر دغه لاره کارووي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي د دوی د سفر لارې اوږدو کې د سارا دغه سفر ځکه ډېر ستونزمن دی، چې په کوچنیو پک اپ لاریو کې د اوږده مزل لپاره لږ اوبه لېږدول کېدای شي.
چارواکو رویټرز ته ویلي، د دښت پراخوالي او په کې د پولیسو نشتوالي له کبله ګرانه ده، چې معلومه شي، پېښه کې د وژل شویو کسانو کره شمېر څومره دی.








