بلجیم ولې د اماراتو واکمنې کورنۍ ۸ غړې محاکمه کوي؟

د عکس سرچینه، AFP
په بلجیم کې یوې محکمې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ د واکمنې کورنۍ د اتو ښځینه غړو محاکمه پیل کړې ده. پر دوی د هوټل له شلو خدمتګارانو سره د ناوړه چلند او له هغوی نه د مینځو په توګه د ګټې اخیستو تور لګول شوی.
رپوټونه واييو شیخه حمده ال نهیان او د هغې اوه لوڼې په زور د انسانانو د تښتونې او بندي کولو له تورونو سره مخامخې دي.
محکمې د خدمتګارانو خبرې اورېدلې چې وايي ډېره ناوړه معامله ورسره شوې او په ورځ کې د ۲۴ ساعته کار مقابل کې د مزدورۍ پیسې نه دي ورکړل شوې.
د سویډن 'ټریبیون دي جنیو' ورځپاڼې ویلي، شیخه حمده ال نهیان په ۲۰۰۰۸ کال بروکسل ته له خپلو اوو لوڼو سره تللې وه او هلته د کونراډ په نوم لوکس هوټل کې اوه میاشتې اوسېدلې وه.
کله چې دغه اته شیخانې بلجیم ته له خپلو ۲۳ ښځینه خدمتګارانو سره، چې د بېلابېلو هېوادونو وې، ولاړې، دوی ته یې د خدمت پیسې ورنه کړې چې په وینا یې ''شپه او ورځ یې کار وکړ او پر ځمکې وېدېدو ته اړایستل شوې وې''.
د بلیم د حقوقي ټولنې ''میریا'' پاتریسا لوکوک وايي، شیخانو خدمتګارانو ته ''سپکې سپورې'' ویلې، ناوړه چلند ورسره شوی او له هوټله وتلو ته نه دي پرېښودل شوې.
یوې خدمتګارې پښې ترې سپکې کړې او وروسته یې پولیسو ته خپله او د نورو خدمتګارانو کیسه کړې، همدا وو چې پولیس هوټل ته د څېړنو لپاره ورغلل.
یوې خدمتګارې، چې ظاهراً خپل نوم جمیله یادوي، د بجلیم ''دیرنېه اور'' ورځپاڼې ته ویلي: ''خونه مې نه وه، پر ځمکه به ویدېدم. تل به پوچ راته ویل کېدل. شیخانو له خپلو مراکشي او تونسي خدمتګارانو کرکه کوله''.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته د دې قضیې په اړه څېړنه پیل شوه، خو کابو لس کاله یې وخت ونیو چې د بجلیم قضاء په دې قضیه کې خپله څېړنه بشپړه کړي.
د واکمنې او تورنو یوې دفاعي ډلې څو څو ځلې ویلي، چې امنیتي کسانو د بروکسل هوټل کې د تلاشۍ پرمهال د دوی د موکلانو سپکاوی کړی.
د جرمني ''دوچ ویله'' رادیو وايي، په نیویارک کې د بشري حقونو د څار ډلې نیکولاس ماک جیهان ویلي: ''دا نه شم منلی چې خبري رسنیو ته د دې قضیې د ښه پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې''.
دا وايي ''دا چې له قضیبې نژدې لس کاله تېر شوي او که د واکمنې کورنۍ غړې پړې هم شي، نو ښايي سزا یې ډېره سپکه وي''.








