مصر کې پر کلیساوو له بریدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

د عکس سرچینه، EPA
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل هېواد کې پر دوو کلیساوو له بریدونو وروسته، چې ۴۴ کسان په کې ووژل شول، درې میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د دغه امر له مخې به پولیس له عدلي اجازې پرته خلک نیولای شي او د کورونو تالاشۍ به یې کوي.
اسلامې دولت نومې ډلې ویلي، د یکشنبې ورځې سکندریه او تانتا سیمو دغه چاودنې دوی کړې دي. دغې ډلې دا وروستیو کې د مصر پر قبطیانو بریدونه کړي او د نورو بریدونو ګواښ یې کړی دی.
ښاغلي السیسي ولسمشریزه ماڼۍ کې د پېښې په تړاو د ملي امنیت شورا له غونډه وروسته خبرو کې د مبارزې هوډ څرګند کړی دی.
هغه ویلي، له جهادیانو سره مبارزه به (اوږده او ځورونکې) وي. نوموړي دغه راز ویلي بېړنی حالت به له ټولو قانوني پړاوونو وروسته پلي شي.
له دې مخکې ښاغلي السیسي د ( مهمې او حیاتي اډانې) ساتنې لپاره په ټول هېواد کې د پوځیانو ګومارلو امر کړی و، خو مبصرین وايي، د ښاغلي السیسي دغه ګام به د بشري حقونو فعالانو اندېښنې ډېرې کړي.
په مصر کې دننه او نړیوالو فعالانو له دې مخکې پر ولسمشر السیسي د سیاسي او ملکي حقونو سلبولو له کبله نیوکې کړې دي.
دغه بریدونه داسې مهال وشول، چې عیسویان د کال دغه ورځ بیت المقدس ته د عیسی مسیح د بریمن ورتګ په مناسبت لمانځي.
اسلامي دولت نومي ډلې ویلي، د دوی دوو ملګرو ځانمرګو دغه بریدونه کړي دي، چې یوه یې شمالي ښار تانتا کلیسا کې ۲۷ کسان ووژل.

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه یوه ګړۍ وروسته په یوه بل شمالي ښار سکندریه کې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د قبطیانو کلیسا ته ننوځي، چې پولیسو یې مخه ونیوه، خو هغه دروازې کې په ځان پورې تړلي باروت وچوول.
هغه پېښه کې د پولیسو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي وو.








