د مصر سینا ولایت کې د پوځ پر سرتېرو د اورپکو خونړی برید

د عکس سرچینه، EPA
د مصر پوځ وایي؛ دپه شمالي سینا کې تلاشۍ پر یوې پوستې د مخالفو جنګیالیو په ځانمرګي برید کې اته کسان وژل شوي دي.
چارواکي وایي؛ بریدګرو د چاودېدونکو توکو ډک موټر کارولی دی؛ درې بریدګر ووژل شول او پاتې وتښتېدل.
د مصر پوځ کلونه کېږي چې په دغه لرې پرتې سیمې کې له اسلامي اورپکو سره په جګړه ه.
تراوسه هېڅ یوې ډلې د پنجشنبې ورځ (نومبر ۲۴مه) برید مسوولیت نه دی منلی. په دغه پېښه کې ۱۲ سرتېري وژل شوي دی.
وړاندې رویټرز خبري اژانس د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، بریدګرو د عریش ښار په څنډو کې لومړی پر پوستې راکټ وتوغوه او ورپسې پرید ډزې پیل کړې.
د رویټرز د راپور له مخې، په دغه پېښه کې درې پولیس مامورین ووژل شول.
تراوسه څرګنده نه ده چې د پوځ بیانیه او د رویټرز راپور د یوې پېښې په اړه وه یا دا چې دوه بېلابېل بریدونه شوي دي.
اټکل کېږي چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ اسلامي توندلارو ډلو لږ ترلږه ۴۰۰ ځلې په سینا سیمه کې د پوځ او دولت پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
ددغو ډلو تر ټولو فعال د "سینا ولایت" نومېږي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره بیعت وکړ.
ددغې ډلې نوم د انصار بیت المقدس و چې په ۲۰۱۱ کال کې د سینا په دشتې کې فعاله وه او اټکل کېږي چې تر ۱۵۰۰ ډېر جنګیالي ولري.








