د ۳۱پوځیانو وژل کېدل، د مصر سینا کې بېړنیز حالت

د عکس سرچینه، AFP
د مصر حکومت دوو بېلو بریدونو کې د ۳۱ پوځیانو له وژل کېدو وروسته د سینا سارا سیمې یو شمېر برخو کې بېړنیز حالت اعلان کړی.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په هېواد کې درې ورځنی ویر اعلان کړی.
د مصر دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې غزې سره د مصر پوله ( رفا ) هم تړله شوې ده. د مصري پوځ لپاره، چې په سینا سارا کې د سخت دریځو اورپکو پر ضد عملیات کوي، تېرو څو لسیزو کې دغه تر ټولو دروند سر زیان بلل کېږي.
د پخواني ولسمشر حسني مبارک حکومت له ړنګېدو راهیسې دغه سیمه د ګډوډۍ ښکار ده.
وسله والو اورپکو د اخوان المسلمین اړوند ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کېدو وروسته دغه سیمه کې خپل فعالیتونه ډېر کړي وو.
تېره اونۍ پر پوځي پوستې د برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې. هغه برید کې ۲۸ پوځیان ووژل شول. د العریش سیمې هغه برید کې ۲۸ نور پوځیان ټپیان شوي هم وو.

د عکس سرچینه،
له هغه وروسته د پولیسو پر یوه پوسته ډزې وشوې، چې پکې درې سرتېري ووژل شول.
د سینا سارا په مرکزي او شمالي برخو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی. دغه پرېکړه قاهره کې د پوځي ولسمشر عبدالفتاح السیسي په مشرۍ ملي امنیت شورا غونډه کې شوې.
د شورا له غونډې وروسته یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ' پوځ او پولیس به له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف او د هېوادوالو خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.'
قاهره کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګورن وايي، سیمه کې مخابراتي شبکې پرچاو کړل شوې او ځانګړي ځواکونه د چورلکو په وسیله د سخت دریځو پټنځایونو معلومولو هڅه کوي.
۔








