'اسلامي دولت' مصر کې پر کلیساوو د بریدونو پړه منلې

د طنطا مارجرجس کلیسا کې د چاودنې ځای

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د طنطا مارجرجس کلیسا کې د چاودنې ځای

'اسلامي دولت' نومې ډلې د مصر پر دوو قبطي کلیساوو د هغو بریدونو پړه منلې ده، چې لږترلږه ۳۶ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

مصري چارواکي وايي، ددغه هېواد په طنطا او شمالي اسکندریه ښارونو کې د قبطیانو پر دوو کلیساوو بریدونه شوي چې لږترلږه ۳۶ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، د اسکندریې کلیسا مخې ته چاودنې ۱۱ کسان وژلي، خو ترې وړاندې طنطا کې د کلیسا د ننه چاودنې لږترلږه ۲۵ کسان ووژل.

چاودنه طنطا ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز تر برید لس ورځې وروسته شوې، چې د پولیسو یو مشر پکې ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې د قاهرې کتدرال کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل.

کلیسا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پر کلیساوو د بریدونو پړه تر اوسه چا نه ده منلې
د قاهرې قبطي مسیحیانو کلیسا، چې د ډسمبر میاشتې برید کې زیانمنه شوې وه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د قاهرې قبطي مسیحیانو کلیسا، چې د ډسمبر میاشتې برید کې زیانمنه شوې وه

تر اوسه کومې ډلې ددغې چاودنې پړه نه ده منلې.

طنطا ښار د نیل دلتا پر غاړه د قاهرې په شمال کې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروتسه په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.

دا چاودنه طنطا ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز تر برید لس ورځې وروسته شوې، چې د پولیسو یو مشر پکې ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې د قاهرې کتدرال کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل.

د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروتسه په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.

په وروستیو کلونو کې د قبطي مسحیانو پرضد بریدونه ډېر شوي، په تېره بیا له ۲۰۱۳ کال راپدېخوا، چې پوځ اسلامپالې اخوان المسلمین ډلې ته منسوب منتخب ولسمشر محمد مرسي لیرې کړ او د اخوان المسلمین ګوند په ځپلو یې لاس پورې کړ.

د ښاغلي مرسي ځینې ملاتړي پر مسیحیانو د منتخب ولسمشر د لیرې کېدا د ملاتړ تور لګوي.

قبطیان د مصر د وګړو ۱۰ سلنه جوړوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، قبطیان د مصر د وګړو ۱۰ سلنه جوړوي.
.

د عکس سرچینه، Reuters

په تېره فبرورۍ میاشت کې، د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې د قبطیانو پرضد د نورو بریدونو ګواښ کړی و.

قبطیان د مصر د وګړو ۱۰ سلنه جوړوي.

دا برید داسې مهال شوی، چې قبطیانو د خپل کلیز له مخې تر ټولو لوړ مذهبي مراسم لمانځل.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې د قاهرې کتدرال کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل.