د قاهرې قبطۍ کلیسا کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل

کلیسا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیسو د چادونې سیمې کلابند کړې.

د مصر پلازمېنې قاهرې کې پر قبطۍ کلیسا بمي برید کې د چارواکو په وینا ۲۵ مړه او لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي دي. د عیسویانو سېنت مارکس کلیسا د برید موخه وه.

چادونه د یکشنبې پر ورځ هغه مهال وشوه چې خلک د مذهبي مراسمو لپاره کلیسا کې ول او د قربانیانو ګڼ شمېر ښځې دي.

د مصر پر عیسوي لږکيو ډېر مهال د مسلمانو اورپکو له خوا بریدونه کېږي.

Coptic

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چاودنه د سېنت مارکس له قبطۍ کلیسا سره شوې.

قبطي د مصري عیسویانو لویه برخه جوړوي چې نه یوازې په هېواد کې دننه چې بهر هم نژدې یو میلیون لارویان لري.

وروسته له دې چې ۲۰۱۳ کال کې پوځیانو ټاکل شوی مشر محمد مرسي چې د اخوان المسلمین غړی و له واکه لېرې کړ، دغه هېواد کې د اورپکو له خوا بریدونو زور واخیست.

د غې چاودنې د غندنو لپاره له کلیسا د باندې مظاهره وشوه چې ګڼ شمېر پولیس له تاوتریخوالو د مخنیوي په موخه سیمې ته واستول شول.

Protesters gathered outside the church

د عکس سرچینه، David Milne

د عکس تشریح، له کلیسا د باندې پولیس د مظاهره کوونکو مخه نیسي.

د ښاغلي مرسي ځینې ملاتړي عیسویان د ده په پرځولو تورنوي.

دا یکشنبه اسلامي نړۍ ته یوه خونړۍ ورځ وه.

د ترکیې استانبول ښار کې د دوو بمونو په چاودنه کې چې ویل کېږي د دغه هېواد بلوا ضد پولیسو په نښه کولو لپاره ځای پرځای شوي و، لږ ترلږه ۳۸ کسان ووژل او ۱۶۶ نور يې ټپيان کړل.

د ویډیو تشریح، استانبول کې چاودنو ۳۸ کسان ووژل

یوې کوردۍ وسلوالې ډلې چې ځان د 'د کوردستان د آزادۍ بازان' بولي د چادونو پړه پر غاړه واخیسته.

د 'د کوردستان د آزادۍ بازانو' ډله د 'کوردستان د کارګرانو د ګوند' پي کې کې جلا شوې ډله ده چې تر دې وړاندې یې هم ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

د یمن په بندري ښار عدن کې په یوه پوځي مرکز کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ پوځیان ووژل شول او ۵۰ ټپیان شول.

یمن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، د یمن په جګړه کې تراوسه له ۷ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

برید پر هغو سرتېرو وشو چې تنخا اخیستلو ته را ټول شوي ول.

ځینو نورو سرچینو ویل چې په پېښه کې ۵۰ سرتېري ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.

د ویډیو تشریح، د یمن جګړې کې د وسلو پر کمپنیو نیوکې