تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قاهرې قبطۍ کلیسا کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل
د مصر پلازمېنې قاهرې کې پر قبطۍ کلیسا بمي برید کې د چارواکو په وینا ۲۵ مړه او لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي دي. د عیسویانو سېنت مارکس کلیسا د برید موخه وه.
چادونه د یکشنبې پر ورځ هغه مهال وشوه چې خلک د مذهبي مراسمو لپاره کلیسا کې ول او د قربانیانو ګڼ شمېر ښځې دي.
د مصر پر عیسوي لږکيو ډېر مهال د مسلمانو اورپکو له خوا بریدونه کېږي.
قبطي د مصري عیسویانو لویه برخه جوړوي چې نه یوازې په هېواد کې دننه چې بهر هم نژدې یو میلیون لارویان لري.
وروسته له دې چې ۲۰۱۳ کال کې پوځیانو ټاکل شوی مشر محمد مرسي چې د اخوان المسلمین غړی و له واکه لېرې کړ، دغه هېواد کې د اورپکو له خوا بریدونو زور واخیست.
د غې چاودنې د غندنو لپاره له کلیسا د باندې مظاهره وشوه چې ګڼ شمېر پولیس له تاوتریخوالو د مخنیوي په موخه سیمې ته واستول شول.
د ښاغلي مرسي ځینې ملاتړي عیسویان د ده په پرځولو تورنوي.
دا یکشنبه اسلامي نړۍ ته یوه خونړۍ ورځ وه.
د ترکیې استانبول ښار کې د دوو بمونو په چاودنه کې چې ویل کېږي د دغه هېواد بلوا ضد پولیسو په نښه کولو لپاره ځای پرځای شوي و، لږ ترلږه ۳۸ کسان ووژل او ۱۶۶ نور يې ټپيان کړل.
یوې کوردۍ وسلوالې ډلې چې ځان د 'د کوردستان د آزادۍ بازان' بولي د چادونو پړه پر غاړه واخیسته.
د 'د کوردستان د آزادۍ بازانو' ډله د 'کوردستان د کارګرانو د ګوند' پي کې کې جلا شوې ډله ده چې تر دې وړاندې یې هم ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.
د یمن په بندري ښار عدن کې په یوه پوځي مرکز کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ پوځیان ووژل شول او ۵۰ ټپیان شول.
برید پر هغو سرتېرو وشو چې تنخا اخیستلو ته را ټول شوي ول.
ځینو نورو سرچینو ویل چې په پېښه کې ۵۰ سرتېري ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.