مصر: د امنیتي ځواک ودانۍ مخې ته بمي چاودنه شوې

د عکس سرچینه، AFP
د مصر کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، پلازمېنه قاهره کې د دغه هېواد څارګرې ادارې مخې ته چاودنه شوې، چې پایله کې یې د شپږو پولیسانو په ګډون لږ تر لږه شل کسان ټپیان شوي دي.
چاودنه د پلازمېنې صوبرا سیمه کې شوې. د قاهرې اوسېدونکو په وینا د پنجشنبې په ګهیځ وختي یې د چاودنې غږ واورید.
دغه چاودنه داسې مهال شوې، چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي یوه ورځ مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې نوی قانون تصویب کړ.
د سږ کال اوږدو کې اسلامپاله سخت دریځو مصر کې یو شمېر بمي بریدونه کړي دي. د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ناڅاپه یو ګاډی د ادارې مخې ته ودرید او یو سړی ترې چټک کوز شو، چې پر وروسته راتلونکي موټر سایکل له سیمې وتښتېد.
چارواکي وايي د چاودنې غږ تر لرې اوریدل شوی دی او وايي چاودنه د ریموټ کنترول له لارې شوې ده.
مصر کې دا وروستیو کې د یو شمېر بمي بریدونو پړه سینا کې اسلامي دولت نومي ډلې پر غاړه اخیستې.
د مصري امنیتي ځواکونو پر ودانیو له دې مخکې هم بریدونه شوي دي. د جمعې ورځې بمي برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې چاودنه کې د کاروول شوي ګاډي پاتې شوني اوس هم د پېښې ځای کې پراته دي او وايي د چاودنې ځای کې یوه کنده رامنځته شوې ده.
ځايي اوسیدونکي وايي د چاودنې پایله کې د پېښې ځای شاوخوا ودانیو د کړکیو هندارې ماتې شوې دي.








