تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'اسلامي دولت' مصر کې پر کلیساوو د بریدونو پړه منلې
'اسلامي دولت' نومې ډلې د مصر پر دوو قبطي کلیساوو د هغو بریدونو پړه منلې ده، چې لږترلږه ۳۶ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
مصري چارواکي وايي، ددغه هېواد په طنطا او شمالي اسکندریه ښارونو کې د قبطیانو پر دوو کلیساوو بریدونه شوي چې لږترلږه ۳۶ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي، د اسکندریې کلیسا مخې ته چاودنې ۱۱ کسان وژلي، خو ترې وړاندې طنطا کې د کلیسا د ننه چاودنې لږترلږه ۲۵ کسان ووژل.
چاودنه طنطا ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز تر برید لس ورځې وروسته شوې، چې د پولیسو یو مشر پکې ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې د قاهرې کتدرال کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل.
تر اوسه کومې ډلې ددغې چاودنې پړه نه ده منلې.
طنطا ښار د نیل دلتا پر غاړه د قاهرې په شمال کې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروتسه په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.
دا چاودنه طنطا ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز تر برید لس ورځې وروسته شوې، چې د پولیسو یو مشر پکې ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې د قاهرې کتدرال کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل.
د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروتسه په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.
په وروستیو کلونو کې د قبطي مسحیانو پرضد بریدونه ډېر شوي، په تېره بیا له ۲۰۱۳ کال راپدېخوا، چې پوځ اسلامپالې اخوان المسلمین ډلې ته منسوب منتخب ولسمشر محمد مرسي لیرې کړ او د اخوان المسلمین ګوند په ځپلو یې لاس پورې کړ.
د ښاغلي مرسي ځینې ملاتړي پر مسیحیانو د منتخب ولسمشر د لیرې کېدا د ملاتړ تور لګوي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې، د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې د قبطیانو پرضد د نورو بریدونو ګواښ کړی و.
قبطیان د مصر د وګړو ۱۰ سلنه جوړوي.
دا برید داسې مهال شوی، چې قبطیانو د خپل کلیز له مخې تر ټولو لوړ مذهبي مراسم لمانځل.