قاضي د ټرمپ د سفر بندیز امر نور هم ځنډولی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا هاوايي ایالت کې یوه فدرال قاضي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د نوي بندیز ځنډول نور اوږده کړي. په دې معنا چې د ټرمپ دا فرمان په محکمه کې د حکم تر نهايي کېدو پورې نه عملي کېږي.
د قاضي ډیریک واسټسن د دې امر معنا دا ده چې ولسمشر ټرمپ په زور د خپل فرمان له عملي کېدو راګرځوي.
د ټرمپ د سفر په نوي بندیز کې شپږ مسلمان هېوادونه دي.
د امریکا دولت وايي، دا بندیز به سیاحت ته زیان ورسوي او دا وړتیا به ختمه کړي چې بهرني محصلین او کار ګر په کارونو وګومارل شي.
ولسمشر ټرمپ وایي، د هغه د بیاارزول شوي بندیز هدف دا دی چې امریکا ته د ترهګرو د ننوتلو مخه ونیوله شي.
قاضي واټسن دا امر د چارشنبې په ورځ ناوخته د هاوايي او د امریکا د عدلیې وزارت د څارنوالانو له یوې غونډې او بحث وروسته کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP
ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۶مه امریکا ته د ایران، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن پر وګړو امریکا ته د ۹۰ ورځو د بندیز اجراییوي امر صادر کړ او امریکا ته یې د ۱۲۰ ورځو لپاره د کډوالو د ورتګ بندیز ولګاوه.
د دغه امر پیل کې، چې د جنورۍ په وروستیو کې شوی و، امریکا او نورو سیمو کې اندېښنې راوپارولې او د ټرمپ د امر پرضد پراخ لاریونونه وشول.
لومړی ځل د امریکا سیاټل ایالت کې یوه قاضي د ټرمپ د امر نه عملي کولو حکم وکړ.
بیا وروسته د امریکا په نورو برخو کې هم محکمو د ټرمپ د بندیز د امر پروړاندې بېلابېل حکمونه صادر کړل. په میرلنډ ایالت کې یوه قاضي د روانې میاشتې لومړیو کې د دغه امر ځنډولو امر وکړ.
د ټرمپ د سفر د بندیز له امر نه وروسته عراق مستثنا شو.

د عکس سرچینه، AP








