م. م: د ټرمپ سیاست د بهرنیانو ضد کرکه پاروي

زید رعد الحسین

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، الحسین وايي: "موږ لا لوی مشرتابه او ډېر ټیکاو ته اړتیا لرو چې د وروستۍ توکمپالنې څپې مخه ونیوله شي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکې ته په اشارې ویلي، امریکا له بهرنیانو د کرکې کولو مخنیوي لپاره یوه غوره مشرتابه ته اړتیا لري.

زید رعد الحسین د بشري حقونو د شورا کلني کنفرانس کې د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ترمپ د ادارې د کړنو په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل، د کډوالۍ په اړه د ټرمپ تګلاره "د ډله ییزې شړنې او د نړیوال قانون په ماتولو سره د کډوالو جبري ستنولو" ته لاره هواروي.

ټرمپ د اوو هېوادونو، چې ډېری یې مسلمانان دي، پر وګړو امریکا ته د تګ بندیز لګولی و، خو وروسته یې عراق له دې بندیزه مستثنا کړ.

د نوموړي ددغه تنفیذي فرمان پرضد ډېرې نیوکې وشوې.

الحسین وايي: "موږ لا لوی مشرتابه او ډېر ټیکاو ته اړتیا لرو چې د وروستۍ توکمپالنې څپې مخه ونیوله شي."

دا د ملګرو ملتونو له خوا د امریکا پر ولسمشر او د هغه په کړنلارو لومړۍ علني نیوکه ده.

ناسمې ادعاوې

الحسین خبرداری ورکړی چې د مکسیکویانو او مسلمانانو پروړاندې د امریکا د نوې ادارې کړنې د بهرنیانو پرواندې هغه ناسمې ادعاوې پیاوړې کوي چې ګني له دوی وېره په کار ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي: "د ستنولو دا کړنې د نړیوال قانو ماتول دي، چې تر ډېره پکې ماشومان او تیت او پرک شوې کورنۍ اغېزمنېږي."

یوه مسلمانه لاس انجلس ښار کې د ټرمپ ضد مظاهرې پرمهال

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، یوه مسلمانه لاس انجلس ښار کې د ټرمپ ضد مظاهرې پرمهال

په پام کې ده چې د ټرمپ د سفر بندیز د مارچ پر ۱۶مه عملي شي.

د نوموړي د مخکیني فرمان پروړاندې لاریونونه وشول.