''امریکا ته پر تګ د بندیز لګولو قانوني واک لرم''

د عکس سرچینه، AP
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل هغه امر دفاع کړې، چې له مخې یې خپل هېواد ته د اوو اسلامي هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز لګېدلی و.
د امریکا یوې محکمې په لنډ مهالي توګه دغه امر لغو کړی و او اوس د دغه هېواد فدرالي ااستناف محکمه دغه قضیه څېړي.
د یادې محکمې قاضیانو پوښتنه کړې، چې ایا د ولسمشر ټرمپ له لوري لګول شوي بندیزونه یوازې د مسلمانانو خلاف دي که څنګه؟
د امریکايي پولیسو مشرانو یوې غونډې ته وینا کې ښاغلي ټرمپ په استناف محکمه کې د دغې قضیې روان بهیر د شرم وړ بللی او ویلي یې دي، چې د دغه بهیر تر شا سیاسي لاملونه دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي امریکا ته د بهرنیانو پر ورتګ د بندیز لګولو لپاره د ده واک دومره څرګند دی، چې د نوموړي په خبره د ښوونځي یو ټمبل زده کونکی هم پرې پوهېږي.
ټرمپ خبرداری ورکړ، چې د بندیز لېرې کېدل به د امریکا د امنیت لپاره خطرناک وي او له قاضیانو یې وغوښتل، چې سمه پرېکړه وکړي.
د سان فرانسسکو استناف محکمې کې د قضیې څېړنې پر مهال قاضیانو وپوښتل، چې ایا د ډونالډ ټرمپ له لوري پر سفر لګېدلی بندیز یوازې د مسلمانانو خلاف دی؟
د سې شنبې پر ورځ ناینت یو ایس سرکټ کورټ محکمې کې د درې کسیز منصفه پلاوي غړي قاضي ریچرډ کلفټن د قضیې څېړنې پر مهال پوښتنه وکړه، چې که د دې بندیز له کبله نړۍ کې یوازې ۱۵ سلنه مسلمانان اغېزمن کېږي، نو ایا دغه بندیز یو تبعیضي چلند بلل کېدای شي؟
تر یوه ساعته پوښتنې او ځوابونه
تر یوه ساعته پورې د پوښتنو او ځوابونو دغه لړۍ روانه وه او د امریکا قضايي ادارې غوښتنه دا وه، چې باید بندیز لغو نه شي.
د حکومتي مدافع وکیل اګسټ فلینټجې دریځ دا و، چې د امریکا کانګریس ولسمشر ته واک ورکړی، چې دغه هېواد ته د بهرنیانو تګ راتګ کابو کړي.
کله چې له هغه پوښتنه وشوه، داسې کوم ثبوت شته، چې ایرانیان، عراقیان، لیبیایان، سومالیان، سوریایان، یمنیان او یا سودانیان د امریکا لپاره خطرناک کېدای شي، د نوموړي ځواب دا و، چې امریکا کې د یو شمېر سومالیایانو او سخت دریځې الشباب وسله والې ډلې تر منځ اړیکي وو.
بل لور ته د واشنګټن ایالت مدافع وکیل محکمې ته ویلي، چې د بندیز لېرې کولو پرېکړې حکومت ته هېڅ زیان نه دی رسولی.
وکیل نواه پورسل وايي د دغه بندیز له کبله د واشنګټن زرګونه اوسېدونکي اغېزمن شوي، چې محصلین او هغه کسان هم په کې شامل دي، چې غواړي خپلو کورنیو سره وویني.
محکمې د بحث وروستیو شېبو کې په دې اړه خبرې وکړې، چې ایا دغه بندیز په ځانګړې توګه مسلمانان په نښه کوي که نه. د امریکايي قضا له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې ویل کېږي، چې

د عکس سرچینه، AFP
د ولسمشر ټرمپ د امر له مخې د کوم ځانګړي مذهب پېروان نه په نښه کېږي، خو وکیل نواه محکمې کې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په حواله ویلي، چې دغه بندیز د مسلمانانو خلاف و.
قاضي رچرډ کلفټن ویلي دغه بندیز یوازې د هغو اوو هېوادونو لپاره دی، چې په اړه یې پخواني ولسمشر باراک اوباما ویلي و، اوسېدونکي یې د امریکا لپاره د خطر لامل کېدای شي، نو ایا ویل کېدای شي، چې د اوباما حکومت هم له مسلمانانو سره تبعیضي چلند کاوه؟
ځواب کې وکیل نواه وویل، داسې نه ده، ځکه ولسمشر ټرمپ د بشپړ بندیز خبره کړې وه او دا امر بشپړ بندیز نه دی، خو تبعیضي ارومرو دی.
د ولسمشر ټرمپ له دغه امر وروسته د امریکا یو شمېر سیمو کې مظاهرې شوې وې او د دغو اوو هېوادونو امریکا مېشتي اوسېدونکي اندېښمن شوي دي.









