محکمې د ۷ هېوادونو پر وګړو د بندیز بیا لګولو لپاره د ټرمپ غوښتنه ونه منله

د عکس سرچینه، Empics
د امریکا استیناف محکمې د ولسمشر ټرمپ د ادارې دا غوښتنه رد کړه، چې دغه هېواد ته د اوو هېوادونو د کډوالو پر ورتګ بندیز دې بېرته پر ځای شي.
ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ د یوه فرمان په صادرولو سره د ایران، عراق، یمن، سوریې، سومالیا، لیبیا او سوډان پر وګړو دغه هېواد ته د ننوتلو بندیز ولګاوه.
د دغه فرمان پرضد د امریکا په مختلفو هوايي ډګرونو کې مظاهرې وشوې او بالاخره یوه قاضي د ډونلډ ټرمپ دا فرمان وځنډاوه.
د واشنګټن ایالت یوه فدرالي قاضي جیمز رابرټ دغه بندیز له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی او د محکمې له لوري یې د یوه امر له لارې په موقت ډول ځنډولی دی.
د ټویټر له لارې ښاغلي ټرمپ جیمز رابرټ ' تش په نامه قاضي ' بللی او وايي ' د خندا وړ چاره ' به یې هېواد د قانون له پلي کولو لرې کړي.
سپینې ماڼۍ د دغې پرېکړې د بیا پر ځای کولو لپاره د استنیاف غوښتنه وکړه.
خو محکمې دا غوښتنه رد کړې ا و ویلي یې دي، چې د اوو هېوادونو پر وګړو بندیز لګولو فرمان به تر هغه ځنډېلی وي، چې ټوله دوسینه اورېدل شوی نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
محکمې سپینې ماڼۍ او هغو ایالتي قاضاینو ته چې د دې فرمان ننګول غواړي د لا نورو دلایلو د وړاندې کولو لپاره تر دوشنبې پورې وخت ور کړی دی.
ایالتي وکیلان وايي، دغه بندیز چې د اوو هېوادونو خلک اغېزمنوي له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
خو عدلیې وزارت وايي، ایالتي وکیلان د ډونلډ ټرمپ د اجرایي فرمان د ننګولو واک نه لري او نه هم دا حق لري، چې د ملي امنیت د خطر ارزولو په هکله د هغه ارزونه تر پوښتنه لاندې راولي.









