"د ټرمپ بندیزونه به د داعش د پروپاګند وسیله شي"

د عکس سرچینه، AFP
د بریتانیا کورنیو چارو وزیره امبر روډ وايي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوو اسلامي هېوادونو پر اوسېدونکو د امریکا سفر بندیز د اسلامي دولت نومي ډلې لپاره د پروپاګند وسیله کېدای شي.
نوموړې د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام تفرقه رامنځته کونکی او ناسم وباله.
بل لور ته په پام کې ده د بریتانیا پارلمان دغه هېواد ته د رسمي سفر لپاره ولسمشر ټرمپ ته د بلنې ورکولو پر موضوع غور وکړي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې په یوه غوښتنلیک کې د ټرمپ سفر بلنلیک درجې ټیټولو غوښتنه شوې وه.
دغه غوښتنلیک یو اعشاریه اووه میلیونه کسانو لاسلیک کړی و.
یو بل غوښتنلیک، چې وايي ښاغلی ټرمپ باید دغه سفر وکړي، ۱۵۰۰۰۰ کسانو لاسلیک کړی دی.
د ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه، چې په موقت ډول د عراق، یمن، سوریې، سومالیا، سودان او ایران اوسېدونکو ته د امریکا سفر اجازه نه ورکوي، د بریتانوي سیاستوالو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې.

د عکس سرچینه، .
تېره اونۍ د بریتانیا لومړۍ وزیرې ترېزا مې له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل او هغه ته یې د بریتانیا د رسمي سفر بلنه ورکړه، خو دې لړ کې د کومې نېټې یادوونه نه ده شوې.
بل لور ته د جمعې پر ورځ د ولسمشر ټرمپ له لوري د اوو هېوادونو پر وګړو د امریکا د سفر بندیز له اعلانه وروسته سلګونو زرو کسانو هغه غوښتنلیک لاسلیک کړ، چې ټرمپ ته د رسمي سفر بلنلیک درجې کمولو غوښتنه وشوه.
هغه ډول سفر چې ټرمپ ته یې بلنه ورکړل شوې د هرکلي ځانګړي مراسم او یوه دولتي میلمسیتا هم په کې شامل دي.











