ټرمپ د کډوالۍ له امر سرغړوونکې سرپرسته لویه څارنواله ګوښه کړه

سلي یټز

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سلي یټز د ټرمپ د کډوالۍ امر له قانون سره په ټکر کې بللی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ د امر د سرغړونې په پلمه سرپرسته لویه څارنواله سلي یټز له دندې ګوښه کړې ده. دې له خپلو وکیلانو غوښتي وو چې امریکا ته د اوو هېوادونو د مسلمانو وګړو د سفر د مخنیوي په تړاو د ټرمپ د امر دفاع ونه کړي.

اغلې یټز د بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د عدلیې د وزیرې په توګه ټاکل شوې وه.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اغلې یټز له وزارت سره "خیانت" کړی دی:

"سلي یټز د قانوني امر له تطبیقولو په ډډې کولو سره د عدلیې له وزارت سره خیانت کړی دی ''.

اغلې یټز د ویرجینیا د ختیځې برخې فدرالي قاضۍ هم وه.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې "هغه وخت رارسېدلی چې د هېواد د ساتلو لپاره جدي عمل وشي. "

سلي یټز، چې د امریکا د عدلیې لنډمهالې وزیره هم وه، وکیلانو ته امر کړی چې د ولسمشر د امر تطبیقولو کې، چې امریکا ته یې د اوو هېوادونو د کډوالو مخه نیولې، دفاع ونه کړي.

لندن کې د دوشنبې پر شپه د ټرمپ ضد لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، لندن کې د دوشنبې پر شپه د ټرمپ ضد لاریون

دې ویلي وو: "عدلیې وزارت به ددغه امر د تطبیقولو دفاع لپاره استدلال ونه کړي. "

دې په یوه لیک کې د عدلیې وزارت کارکوونکو ته په اشارې سره ویلي، د ولسمشر فرمان په بېلابېلو محکمو کې ستونزې راولاړې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ له اغلې یټز غوښتي وو چې د عدلیې د نوي وزیر په توګه د جف سشنز تر ټاکل کېدو پورې پر دې پوست پاتې شي.

ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د "ترهګرو بریدونو پروړاندې د امریکا د ساتنې" په نامه یو امر لاسلیک کړ، چې امریکا ته یې د څلورو میاشتو لپاره د کډوالو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د اوو مسلمانو هېوادونو پر وګړو یې امریکا ته د ۹۰ ورځو لپاره بندیز هم ولګاوه.

په دغو هېوادونو کې عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریه او یمن شامل دي.

د کډوالو د مخنیوي په تړاو د ټرمپ پرېکړې په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه وپارول، په تېره بیا امریکا او نورو هېوادونو کې مسلمانانو لاریونونه وکړل.

په ورته وخت کې، سلګونو امریکايي ډيپلوماټانو په یوه "اعتراضي لیک" کې پر دغه امر نیوکه کړې ده.

ددغه اعتراضیه لیک په منځپانګه کې، چې بي بي سي یې یوه کاپي ترلاسه کړې ده، ځینې بندیزونه"د امریکا د امنیت راتلو لامل نه دي بلل شوي، بلکې د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې راغلي او د اسلامي نړۍ لپاره ناسم پیغام لري".

د ټرمپ له امر نه د اغېزمنو شویو کسانو خپلوان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ټرمپ له امر نه د اغېزمنو شویو کسانو خپلوان

همداشان، د امریکا د ځینو ایالتونو په محکمو کې هم د ټرمپ دا حکم ناقانونه بلل شوی او درولی یې دی.

وړاندې د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما ویاند کوین لویس د کډوالۍ په تړاو د ټرمپ د وروستي حکم د اعتراضونو په اړه وویل:

"معترض وګړي له حقونو په ګټې اخیستو په رسمیت پېژندل شوي دي چې په اساسي قانون کې د راټولېدو حق ورکړل شوی. کټ مټ هماغه کار چې موږ یې تمه لرله د امریکا د ارزښتونو په خطر کې اچول کېدو پرمهال باید وشي. "

وړاندې ټرمپ مستقیماً پر اغلې یټز نیوکه کړې وه

د عکس سرچینه، TWITTER / REALDONALDTRUMP

د عکس تشریح، وړاندې ټرمپ مستقیماً پر اغلې یټز نیوکه کړې وه