تر میلیون ډېر برتانویان وايي ټرمپ دې دلته نه راځي

Theresa May and Donald Trump in Oval Office - 27 January

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د برتانیا لومړۍ وزیرې امریکا ته د سفر په ترڅ کې برتانیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر اعلان کړ.

پر یوه غوښتنلیک چې موخه یې برتانیا ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتګ مخنیوی دی، تر یو میلیون ډېر لاسلیکونه راټول شوي.

وروسته له دې چې ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې امریکا ته د څو ځانګړو هېوادونو د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ورتګ بندیز ولګاوه، نړیواله غوسه یې راوپاروله او برتانیا ته یې د راتګ د مخالفینو لاسلیکونه تر میلیون واوښتل.

امریکا ته د برتانیا د لومړۍ وزیرې تېریزا مې د سفر پر مهال برتانیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر اعلان شو خو کره نېټه یې ونه ښودل شوه.

د لومړۍ وزیرې مې دفتر وايي سره له دې چې له تګلارو سره یې مخالف دي خو بیا هم له امریکا سره کار کول سم بولي.

US flag being waved during Women's March in London on 21st January 2017

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح، نن ماښام ویل کېږي چې د برتانیا په ګڼو ښارونو کې د ولسمشر ټرمپ پر ضد لاریونونه وشي.

د برتانیا د کارګر ګوند مشر جېريمي کوربن هم له لومړۍ وزیرې غوښتي چې د ښاغلي ټرمپ سفر وځنډوي. تر دې وړاندې ښاغلي کوربن ویلي ول چې برتانیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر "بېخي غلط " دی.

دا د برتانیا د دولت پر وېبپاڼې دویم تر ټولو مشهور غوښتنلیک دی چې د پارلمان غړي به د سه شنبې پر ورځ خبرې پرې وکړي.

Petition to prevent Donald Trump from making a state visit to the United Kingdom reaches 1,095,537 signatures

د عکس سرچینه، UK Government

د عکس تشریح، غوښتنلیک چې په انګلیسي ژبې دی برتانیا ته د ولسمشر ټرمپ دولتي بلنه، د دغه هېواد د ملکې له وقار سره ټکر کې بولي.

په غوښتنلیک کې راغلي "ډونلډ ټرمپ ته باید اجازه ورکړل شي چې د امریکا د دولت د مشر په توګه برتانیا ته راشي، خو باید د رسمي سفر بلنه ورنه کړل شي ځکه چې دا د برتانیا ملکه خجالتوي ".

د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا اقدام "بېلوونکی او غلط " بللی و.

ښاغلي جانسن پر ټویټر لیکلي ول چې "موږ به په کور دننه او بهر د برتانیا د وګړو د حقونو او آزادۍ ساتنه وکړو.

د ښاغلي ټرمپ فرمان کاږي چې د څلورو میاشتو لپاره د کډوالو پرمخ د دغه هېواد پولې تړل کېږي او د اکثراً مسلمان مېشتو اوو هېوادونو وګړو ته د وېزو ورکول د درو میاشتو لپاره بندېږي.

دغه اووه هېوادونه ایران، عراق، سوریه، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن دي.

Jeremy Corbynon Peston on Sunday (29/1/17)

د عکس سرچینه، ITV/Peston on Sunday

د عکس تشریح، جېریمي کوربن وویل، ده د خپل ګوند له غړو سره هم د ښاغلي ټرمپ په اړه خبرې کړي.

د کارګر ګوند مشر ښاغلي کوربن له آی ټي وي تلویزیون سره مرکه کې وویل، "موږ باید دا په ښکاره ووایو چې موږ د دې مسلې په اړه ډېر خواشیني یو، او زه فکر کوم په داسې حال کې چې وضعیت همداسې روان وي، دا به د ده لپاره بېخي غلطه وي چې دې هېواد ته راشي ".

د بي بي سي فارسي څانګې خبریال علی حمېداني چې امریکا ته په سفر تللی وايي، په هوايي ډګر کې له ده سره ډېر کلک چلند شوی، له ده یې ډېرې شخصي پوښتنې کړي او هغه احساس یې ورکړی لکه "یو ځل چې ایران کې بندی شوی و ".

ویل کېږي نن به د ماسپښین پر پنځو بجو د برتانیا په لندن، منچستر، برستل، برایټن، لېورپول، لییدز، شیفلد، یارک، ګلاسګو، یډنبرو، کاردېف او سوانزي ښارونو کې د ټرمپ د فرمان پر ضد لاریونونه وشي.

شاهي ماڼۍ پر دې مسلې له څرګندونو ډډه کړې.

په دې اړه به نن (دوشنبه) ماسپښین د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته وینا وکړي.

د ویډیو تشریح، د ټرمپ لومړۍ اوونۍ