ډونلډ ټسک: د امريکا نوې اداره د اروپا لپاره ګواښ بللې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپايي ټولنې مشر ډونلډ ټسک "د امریکا نوې اداره د روسيې چين او "اسلامي دولت" نومې ډلې تر څنګ د اروپايي ټولنې لپاره يو ګواښ بللی دی."
د اروپايي ټولنې ۲۷هېوادونو مشرانو ته په يوه پرانيستي ليک کې ښاغلي ټسک د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې ټولنې پر وړاندې يو خطرناکه ننګونه ياده کړې ده.
ډونلډ ټسک د اروپايي ټولنې پر مشرانو د سياسي يووالي غږ کړی. ټاکل شوې چې دوی روانه اوونۍ په مالټا کې د دغې ټولنې د راتلونکي په اړه يوه غونډه وکړي.
ښاغلي ټسک دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې څو ورځې وړاندې د بريتانيا لومړۍ وزيرې تېريزا مې له ډونلډ ټرمپ سره وکتل او په راتلونکې کې يې له يوه بل سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي ټسک اندېښنه څرګنده کړې چې د ډونلډ ټرمپ اداره به د امریکا تېره اويا کلنه بهرنۍ پاليسي تر پوښتنې لاندې راولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څو ورځې وړاندې ښاغلي ټرمپ "له ترهګريزو بريدونو د امريکا خونديتوب" په نامه يو ځانګړی فرمان لاسليک کړ، چې له مخې يې د څلورو مياشتو لپاره اوو هېوادونو پر اوسېدونکو امريکا ته پر ورتګ بنديز ولګاوه.
د ډونلډ ټرمپ د دغه امر پرخلاف ګڼ لاريونونه او مظاهرې شوي او يو شمېر نړيوالو مشرانو هم د نوموړي دغه کړنه وغندله.












