د ټرمپ لومړۍ اوونۍ
چین د امریکايي ولسمشر ډنلډ ټرمپ د هغه امر په اړه غبرګون ښودلی دی چې - امریکا د ارام سمندر له ۱۲ هېوادونو سره د سوداګرۍ له تړونه باسي.
چینایی حکومت وايي د مالیو او سوداګریو جګړه د هېچا په ګټه نه ده.
اسټرالیا او نیوزیلنډ بیا ویلي چې دغه تړون اوس هم ژغورل کېدی شي، وايي له چین او نورو اسیايي هېوادونو به وغواړي چې و یې مني.
ښاغلی ټرمپ د داسې تړونونو پر ځای دوه اړخیز سټراټیژيک شراکت ښه بولي. ده دا ژمنه په کمپاین کې کړې وه.