د امریکا یو مشهور لوی څارنوال: ټرمپ له دندې ګوښه کړم

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دغه لوی څارنوال د ټرمپ په غوښتنه استعفا نه ور کوله.

په نیویارک کې د منهټن وتلي فدرال لوی څارنوال پرایټ بارارا ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دندې ګوښه کړی دی.

ښاغلي بارارا په ټوېټ کې لیکلي: "ما استعفا نه ده ور کړې، څو شیبې مخکې له دندې ګوښه کړل شوی یم".

نوموړی له هغو ۴۶ څارنوالانو دی چې د باراک اوباما په حکومت کې ګومارل شوي، خو د ټرمپ ادارې ترې غوښتي و، چې له دندو لاس پر سر شي.

خو له دې سره سره پریټ بارارا استعفا ور کولو ته چمتو نه شو او ولسمشر یې اړ کړ چې د ګوښه کولو مسوولیت یې ومني.

ښاغلي بارارا په بل ټوېټ کې د منهټن څارنوالۍ دنده "په مسلکي ژوند کې تر ټولو لوی ویاړ" بللې ده.

د امریکا ولسمشران په دودیز ډول د پخوانیو ولسمشرانو له خوا له ګومارل شویو کسانو غواړي چې استعفا و رکړي، خو په یو وار د ۴۶ پخوانیو فدرال څارنوالانو د استعفا غوښتنه ډېره هیښوونکې بلل کېږي.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د والسټریټ دوسې دغه څارنوال ډېر مشهور کړ.

د منهټن لوی څارنوال تېر نومبر رسنیو ته دا هم ویلي و، چې ډونلډ ټرمپ یې پاتې کېدل غواړي او ده هم ور سره منلې ده.

خو د جمعې په ورځ د نوموړي نوم د هغو څارنوالانو په نوملړ کې راغلی و، چې عدلیې وزارت یې استعفا غوښتله او دې چارې څارونکي حیرن کړي وو.

ښاغلی بارارا د والسټریټ او نیویارک صرافانو په هکله د خبر جوړوونکو دوسیو د څارلو له امله په امریکا کې ډېر پېژندل کېږي.

نوموړي د ډیموکراټو او جمهوريپالو پرضد دوسیې چلولې دي.