د ټرمپ د کډوالۍ بندیز: محکمې د ټرمپ د کډوالۍ فرمان ځنډولی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د ګمرک ادارې ویلي، هغه کسان اوس امریکا ته تللی شي، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان له مخې پرې امریکا ته د تګ بندیز لګول شوی و.
دا ګام وروسته تر هغه واخیستل شو چې د امریکا واشنګټن کې یوې محکمې د لنډ وخت لپاره امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو د سفر بندیز په تړاو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اجراییوي مشر ځنډولو امر وکړ.
ګمرک هوايي شرکتونو ته ویلي، له بندو شویو هېوادونو مسافر راوړلی شي.
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل کار په لومړیو ورځو کې امریکا ته د ایران، عراق، سوریې، یمن، سودان، سومالیا او لیبیا د وګړو پر سفر بندیز ولګاوه، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
د امریکا واشنګټن په سیاټل ښار کې د محکمې قاضي جیمز روبارټ د جمعې په مازدیګر د دولت د وکیلانو پرضد رایه ورکړه او ویې ویل چې وکیلان د ټرمپ د امر پلي کولو صلاحیت نه لري.
قاضي روبارټ وویل "واشنګټن ایالت وښوده چې دغه فرمان سم لاسي او نه جبرانېدونکې زیان اړولی دی".
تېره اونۍ د ټرمپ د دغه فرمان پروړاندې د امریکا ګڼو ښارونو او هوايي ډګرونو کې لاریونونه وشول او د امریکا په ځینو هوايي ډېرونو کې ډېره ګډوډي رامنځ ته شوه.
۶۰ زره وېزې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه حکم له اعلانېدا وروسته تر اوسه امریکا ته د ننوتلو لپاره ۶۰ زره وېزې لغوه شوې دي.
سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ فرمان "قانوني او مناسب" بللی دی.
ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هېوادونو هم د فرمان پروړاندې غبرګون ښودلی، خو د امریکا دولت وايي دا فرمان د امریکا د امنیت د ښه کولو په پار شوی.
واشنګټن ډي سي کې د بي بي سي خبریال ډیویډ ویلیس وايي، اوس د ټرمپ دولت له یوې لویې ستونزې سره مخامخ دی، داسې چې د یادو بندو شویو اوو هېوادونو وګړي یوازې د کاغذ له مخې د امریکا د وېزې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شي.
رویټرز خبری اژانس وايي، د حکم له صادرېدو وروسته د امریکا د سرحد ساتنې او ګمرکونو ادارې هوايي شرکتونو ته ویلي له یادو اوو هېوادونو وګړي امریکا ته راوړلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنګټن هغه لومړنی ایالت دی چې د ټرمپ د حکم پروړاندې یې محکمې ته شکایت کړی دی.
د واشنګټن قاضي باب فرګوسن ویلي، د ټرمپ امر ددغه ایالت د وګړو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی او له تبعیض سره مخامخ شوي دي.
مینا سوټا ایالت هم ورته شکایت کړی.
دغه دواړه ایالتونه د اوس لپاره د ټرمپ د امر نه عملي کولو په درشل کې دي.
په شکایت کې ویل شوي، چې د دولت امر ناقانونه او له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
ښاغلي فرګوسن محکمه کې وویل: "واشنګټن ایالت د ټرمپ د غیر منطقي امر پروړاندې د خپلو وګړو د زیانمنېدو د مخنیوي او د هغوی د ساتنې لپاره ژوره لېوالتیا لري".

د عکس سرچینه، AFP
ټرمپ پخپل امر کې امریکا ته د ۹۰ ورځو لپاره د یادو اوو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی، همدارنګه امریکا ته د کډوالو د ورتګ پروګرام یې هم د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډولی دی.










