امریکا د ګوانتانامو څلور بندیان سعودي ته لېږدوي

ولسمشر اوباما د خپلې واکمنۍ له ختمېدا وړاندې د ګوانتانامو د ډېرو بندیانو لېږدول غواړي

د عکس سرچینه، US DEPARTMENT OF DEFENCE

د عکس تشریح، ولسمشر اوباما د خپلې واکمنۍ له ختمېدا وړاندې د ګوانتانامو د ډېرو بندیانو لېږدول غواړي

امریکايي چاراوکو ویلي، د امریکا متحده ایالتونه له ګوانتانامو زندان نه څلور بندیان سعودي عربستان ته لېږدوي.

چارواکو ویلي، ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي د بندیانو د لېږد د مخنیوي په موخه د نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر فشار سربېره ګوانتانامو زندان کې د بندیانو شمېر کم کړي.

څارونکي وايي، دا د روانې جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې کولو وړاندې لومړی ځل دی چې اوباما د ایټالیا، عمان او عربي متحده اماراتو په ګډون څلورو هېوادونو ته نژدې ۱۹ بندیان لېږدوي.

که د پلان له مخې بندیان ولېږدول شي، نو ګوانتانامو زندان کې به ایله ۴۰ بندیان پاتې شي.

بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې د کیوبا په ټاپو کې به د ګوانتانامو دغه لانجمن زندان وتړي.

ټرمپ بیا ویلي وو، چې دا زندان به پرانیستی وي او ځینې ''خطرناک خلک'' به پکې بندي وساتل شي.

رویټرز خبري اژانس وړاندې د اوباما د ادارې له خولې ویلي وو، چې اوباما د نورو بندیانو د لېږدولو هوډ لري.

د ټرمپ نیوکه

د سې شنبې په ورځ ټرمپ پر ټویټر لیکلي وو ''له ګوانتانامو نه باید نور کسان خوشي نه کړل شي... دغه کسان ډېر خطرناک دي چې د جګړې ډګر ته یې د ستنېدو لار باید ونیوله شي''.

ځینې بندیان له پوځي محاکمو سره مخامخېدونکي دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ځینې بندیان له پوځي محاکمو سره مخامخېدونکي دي

سپینې ماڼۍ د ټرمپ د دې نیوکې په اړه کوم غبرګون ونه ښود.

سعودي عربستان ته د لېږدېدونکو بندیانو د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

سعودي عربستان په تېره اپریل میاشت کې د نهو یمني بندیانو د منلو موافقه وکړه.

د ګوانتانامو له ۵۹ بندیانو نه یې ۱۰ د سپتمبر د ۱۱ بریدونو کې د لاس لرلو په تور د پوځي جرګه ګیو او محاکمو په انتظار دي.

د ویډیو تشریح، کابل کې د امریکا سفارت وایي په دې اړه خبر دي خو جزییات یې لا نه دي لوستلي

په ۲۰۰۹ کال هغه مهال چې اوباما ولسمشر کېده، ګوانتانامو زندان کې ۲۴۲ بندیان وو.

خو ګانګرس کې د جمهوریپالو مخالفت د زندان په تړلو کې د اوباما د هڅو لاره ډب کړه، همدا وو چې امریکا ته یې د بندیانو د لېږد مخه هم ونیول شوه.