د ګوانتانامو بې جرمه ۸ افغان بندیان

د ویډیو تشریح، کابل کې د امریکا سفارت وایي په دې اړه خبر دي خو جزییات یې لا نه دي لوستلي

د افغانستان د شنونکو شبکې یوه څېړنه ښيي چې لږ تر لږه اته افغانان پرته له کوم سنده، په تېروتنه، د نا سمې ژباړې او یا هم د ځورونې پر مهال د اعتراف له کبله له کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي. په کابل کې د امریکا سفارت د دغه راپور په اړه ویلي دوی له موضوع خبر دي خو وايي، جزییات یې لا نه دي لوستلي.