جنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د پوځ مشر ټاکل شوی

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف جنرال قمر جاويد باجوه د دغه هېواد د پوځ نوی مشر ټاکلی دی.
د شنبې په ورځ (۲۶ نومبر) د پاکستان لومړي وزير د دفتر له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسين د لومړي وزير پر مشوره جنرال قمر جاويد باجوه د پوځ مشر او جنرال زبير محمود حيات د پوځ د لوی درستيزانو د کمېټې د مشر په توګه ټاکلی دی.
جنرال قمر جاويد باجوه او جنرال زبير محمود حيات به د روانې مياشتې نومبر له ۲۹ نېټې وروسته په خپلو دندو کار پيل کړي او پر همدغه ورځ به جنرال راحيل شريف تقاعد شي.





