اېکسپرس ټریبیون: د افغانستان او پاکستان مدني فعالانو د دولتي اړیکو عادي کېدو غږ کړی
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
اېکسپرس ټريبيون:

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان چاپ اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼه وايي؛ د افغانستان او پاکستان د مدني ټولنو پلاويو، چې نارسمي خبرو اترو لپاره سره غونډ شوي و، د دواړو هېوادونود خپلمنځيو اړيکو د عادي کېدا غږ کړى.
ورځپاڼې د "پولو پورې غاړه" په نامه د دواړو هېوادونو د مدني ټولنوغړو، وتلو خبريالانو، پخوانيو ډيپلوماتانو او د پارلمان غړو ترمنځ د راشې درشې لړۍ ته اشاره کړې، چې دا ځل په لاهور کې سره جرگه شوي و.
دا غونډه د پاکستان د څېړنو او امنيتي مطالعاتو مرکز او سولې او امنيت لپاره د افغان مېرمنو ټولنې په گډو هڅو جوړه شوې وه.
د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پرېکړه ليک کې راغلي چې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو په لومړيتوبونو کې راځي، نو له دې امله د دوى ترمنځ په اړيکو کې ترينگلتيا او يا پرېکون سمه چاره نه ده.
واشنگټن پوست:

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکا چاپې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپله نننۍ گڼه کې له طالبانو سره د افغانستان دولت د سولې مسئلې ته کتنه کړې.
ورځپاڼه وايي؛ پاکستان د افغانستان حکومت هڅوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړي.
د ورځپاڼې په وينا اسلام آباد ويلي؛ په دې وروستيو کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې شوې هوکړه په دې لړ کې ښه بېلگه کېداى شي.
په دې تړاو په ورځپاڼه کې خپاره شوي مطلب کې راغلي؛ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا تېره ورځ خبريالانو ته وويل، پاکستان تل په افغانستان سياسي بهير هڅولى.
د ښاغلي ذکريا دا څرگندونې يوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راځي چې قطر کې د افغانستان حکومت چارواکو او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په تړاو رپوټونه خپاره شول.
نيويارک ټايمز:

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا چاپ نيويارک ټايمز وايي؛ نيپال افغانستان ته د کار په موخه د خپلو وگړو پر ورتگ بنديز لرې کړى دى.
دغه نژدې څلور مياشتنى بنديز وروسته له هغه ولگول شو چې ١٣ تنه نيپالي ساتندويان په پلازمېنه کابل کې د طالبانو په يوۀ ځانمرگي بريد کې ووژل شول.
د نيپال د کار وزارت وياند گووندا مني بهورتل ويلي؛ دوى به خپلو وگړو ته افغانستان کې يواځې له بهرنيو ماموريتونو او نړېوالو شرکتونو سره د کار اجازه ورکړي چې د ښاغلي بهورتل په وينا د پلازمېنې په زرغونه سيمه کې مېشت دي او خوندي بلل کېږي.








