واشنگټن پوسټ: د پاکستان د پوځ مشر له دندې ګوښه کېږي

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

واشنگټن پوست:

شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخوا داسې ګنګوسې وې چې د راحیل شریف دنده به وغځول شي.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف مخه ښې لپاره د دغه هېواد په لر او بر کې پوځي پوستو ته سفرونه کړي.

د ورځپاڼې په وينا، جنرال شريف په دې توگه هغو اټکلونو ته د پاى ټکى کېښود چې ویل کېدل دنده به یې وغځېږي.

ورځپاڼه وايي، جنرال راحيل شريف، چې ټاکل شوی د پاکستان د پوځي مشر په توگه به د خپلې درې کلنې دورې له بشپړولو وروسته راتلونکې اونۍ تقاعد شي، د خپل ماموريت پر مهال ډيورند کرښې ته نژدې په يو شمېر عملياتو کې د اورپکو ډلو ډېر شمېر پټنځي ويجاړ کړل.

د ورځپاڼې په وينا، دغه جنرال د پاکستان د حکومت مخالفو ډلو هغه غوښتنې له پامه وغورځولې چې له نوموړي يې د لومړي وزير نواز شريف په خلاف د گام پورته کولو په برخه کې کولې

ایکسپرېس ټريبيون:

نفیس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې بد وضعیت د سیمې په تاوان بولي.

پاکستان چاپ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه په خپله نننۍ گڼه کې وايي، پاکستان چين او روسيه د افغانستان د معما حلولو هڅه کوي.

ورځپاڼه ليکي، په ١٩٨٠ کلونو کې چې افغان جگړه روانه وه مسکو او اسلام اباد په دوه مخالفو غاړوکې ولاړ و، خو اوس دوى ټول هغه غوراوي ارزوي چې ښايي افغانستان ته د سولې په راوستو کې دواړه سره ملگري کړي.

د ورځپاڼې په وينا، په دې لړ کې به روسيه راتلونکې مياشت لومړنۍ درې اړخيزه غونډه جوړه کړي.

يوه پاکستاني چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي دا تاريخي شيبه بللې، چې په وينا يې دا اقدام د هغه نوي نظم برخه ده چې په سيمه کې په رامنځته کېدو دى.

دغه پاکستاني چارواکي زياته کړې، په مسکو کې جوړېدونکې غونډه به په دې خبرې وکړې چې افغانستان کې دغې روانې اوږدې جگړې ته څنگه د پاى ټکى کېښوول شي او څنگه په دغه هېواد کې د داعش د پښې ځاى موندنې مخنيوى وشي.

ورځپاڼې په دې تړاو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا څرگندونې هم را اخيستې چې وايي په افغانستان کې د حالاتو خرابېدل او په دغه هېواد کې د ترهگرو ډلو د شتون له امله پر گاونډيو هېوادونو د کېدونکي اغېز په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.

نيويارک ټايمز:

اسلامي

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، د اسلامي دولت د بریدونو له امله په سوریه او عراق کې ډېر خلک کډوال شوي دي.

نيويارک ټايمز د اسلامي دولت نومې ډلې له لوري د کيمياوي وسلو د کارونې په تړاو خپرو شويو رپوټونو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي، داعش په عراق او سوريه کې ٥٢ ځله کيمياوي وسلې کارولې دي.

د واشنگټن پوست په وينا، اسلامي دولت نومې ډلې په دغو بريدونو کې کلورين، سلفر او د شرشمو ګاز کارولی دی.

د دغو بريدونو درې برخې د موصل ښار گرد چاپېره شوي دي.