عراق کې چاودنې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د عراقي چارواکو په وينا د يوه موټر بم چاودنې له امله ۸۰ تنه وژل شوي چې ډېری يې شيعه ګان دي.
بريد د عراق له پلازمېنې بغداد څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې د حلې ښار کې د تېلو پمپ او رستورانت ته نژدې شوې دی.
چاودنه په هغه ځای کې شوې چې د شيعه زيارت کوونکو موټرونه ولاړ وو، په چاودنه کې ايراني زيارت کوونکي هم وژل شوي چې له کربلاه ښاره بېرته راستنېدل.
"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې. له دغې ډلې سره تړلې يوې خبري رسنۍ عماق په خپره کړې خبرپاڼه کې د ۲۰۰ کسانو د مرګژوبلې خبر وکړی دی.
يوه امنيتي چارواکي فلاح الرضي بي بي سي ته ويلي، په دغه بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او له ۲۰ زيات ټپيان شوي دي.

د عکس سرچینه، AP
د ښاغلي فلاح په وينا، د مړينې د کچې لوړېدو وېره شته.
څه موده وړاندې هم د سامرا ښار کې د ځانمرګي موټر بم بريد له امله ۱۰ ايرانيان وژل شوي وو. د غه بريد هم د شيعه زيارت کوونکو د موټرو پر تم ځای شوی و.









