حیدر العبادي: "داعش دې یا تسلیم شي یا به ووژل شي"

د شیعه ګانو ( الحشد الشعبي) ولسي پاڅون جنګیالي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شیعه ګانو ( الحشد الشعبي) ولسي پاڅون جنګیالي

د عراق لومړي وزیر موصل کې پر "اسلامي دولت" ډلې غږ کړی، چې یا دې تسلیم شي او یا دې مرګ ته ځانونه چمتو کړي. حیدر عبادي دا څرګندونې موصل ته د عراقي ځواکونو د نژدې کېدو پرمهال کړې دي.

نوموړي د عراق پر ملي تلوېزیون خپله وینا کې داعش ته په اشارې سره وویل: "دوی هېڅ فرصت نه لري. یا به تسلیمېږي او یا به وژل کېږي."

د عراق ځانګړي ځواکونه د موصل ښار- چې له "اسلامي دولت" ډلې سره دی، ختیځې ځنډې په ۱٫۵ کیلومترۍ کې او ښار ته د ننوتلو په پار د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د ترهګرۍ ضد ځواکونه موصل ته نژدې شوي دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ترهګرۍ ضد ځواکونه موصل ته نژدې شوي دي

دا ښار له ۲۰۱۴ کال راهیسې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره دی.

د ښار وروستي حد کې بزاویه کلي ته له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه ننوتلي.

سلګونو پوځيانو دغه کلي ته د ننوتلو لپاره د دوشنبې په ګهیځ عملیات وکړل.

له یادو ځواکونو سره د بي بي سي یو خبریال وايي، په عملیاتو کې ځواکونه له مقاومت او موټربم بریدونو سره مخامخ شول.

شیعه وسله وال

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، شیعه وسله وال د عراقي ځواکونو، کردي پیشمرګه او سني عربانو د قبایلي وسله والو ترڅنګ د داعش پرضد جنګېږي
امنیتي ځواکونه د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو له مقاومت او موټربم بریدونو سره مخامخ شوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امنیتي ځواکونه د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو له مقاومت او موټربم بریدونو سره مخامخ شوي

پر همدې مهال، د نهمې فرقې اړوند ځواکونه له سوېلي لوري د موصل خوا ته د پرمختګ په حال کې دي.

وړاندې د عراق پوځ د موصل له "لوېدیځې خوا" د عملیاتو د پیلولو اعلان کړی و او له ختیځې جبهې یې د دجله سیند له خوا د عملیاتو تابیا نیوله.

دوی غوښتل چې موصل ښار ته له شمال او جنوب نه ننوځي.

زموږ خبریال وايي، بزاویه کلی له موصل ښاره نژدې درې کیلومتره لیرې دی.

په ټانکونو او نورو پوځي وسایلو سمبال سلګونه پوځيان دغه کلي ته ننوتلي، او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د الوتکو ملاتړ هم ورسره دی.

حیدر العبادي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د حیدر العبادي یو انځور خپور شوی، چې ښکاري عملیاتو ته په الوتکه کې د سپرېدو په حال کې دی

د موصل ښار نیولو لپاره له څو اونیو راهیسې چمتووالی نیول کېده، چې بالاخره تېره اونۍ له څو ورځنیو جګړو وروسته عملیات د لنډ مهال لپاره وځنډول شول.

په دې عملیاتو د عراقي امنیتي ځواکونو، کردي پیشمرګه او د سني قبایلو د وسله والو او شیعه پاڅونوالو په ګډون نژدې ۵۰ زره پوځيان برخه لري.