تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حیدر العبادي: "داعش دې یا تسلیم شي یا به ووژل شي"
د عراق لومړي وزیر موصل کې پر "اسلامي دولت" ډلې غږ کړی، چې یا دې تسلیم شي او یا دې مرګ ته ځانونه چمتو کړي. حیدر عبادي دا څرګندونې موصل ته د عراقي ځواکونو د نژدې کېدو پرمهال کړې دي.
نوموړي د عراق پر ملي تلوېزیون خپله وینا کې داعش ته په اشارې سره وویل: "دوی هېڅ فرصت نه لري. یا به تسلیمېږي او یا به وژل کېږي."
د عراق ځانګړي ځواکونه د موصل ښار- چې له "اسلامي دولت" ډلې سره دی، ختیځې ځنډې په ۱٫۵ کیلومترۍ کې او ښار ته د ننوتلو په پار د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
دا ښار له ۲۰۱۴ کال راهیسې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره دی.
د ښار وروستي حد کې بزاویه کلي ته له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه ننوتلي.
سلګونو پوځيانو دغه کلي ته د ننوتلو لپاره د دوشنبې په ګهیځ عملیات وکړل.
له یادو ځواکونو سره د بي بي سي یو خبریال وايي، په عملیاتو کې ځواکونه له مقاومت او موټربم بریدونو سره مخامخ شول.
پر همدې مهال، د نهمې فرقې اړوند ځواکونه له سوېلي لوري د موصل خوا ته د پرمختګ په حال کې دي.
وړاندې د عراق پوځ د موصل له "لوېدیځې خوا" د عملیاتو د پیلولو اعلان کړی و او له ختیځې جبهې یې د دجله سیند له خوا د عملیاتو تابیا نیوله.
دوی غوښتل چې موصل ښار ته له شمال او جنوب نه ننوځي.
زموږ خبریال وايي، بزاویه کلی له موصل ښاره نژدې درې کیلومتره لیرې دی.
په ټانکونو او نورو پوځي وسایلو سمبال سلګونه پوځيان دغه کلي ته ننوتلي، او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د الوتکو ملاتړ هم ورسره دی.
د موصل ښار نیولو لپاره له څو اونیو راهیسې چمتووالی نیول کېده، چې بالاخره تېره اونۍ له څو ورځنیو جګړو وروسته عملیات د لنډ مهال لپاره وځنډول شول.
په دې عملیاتو د عراقي امنیتي ځواکونو، کردي پیشمرګه او د سني قبایلو د وسله والو او شیعه پاڅونوالو په ګډون نژدې ۵۰ زره پوځيان برخه لري.