تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراقي ځواکونه موصل ښار ته نژدې شوي
عراقي امنيتی ځواکونو له "اسلامي دولت" نومې ډلې د موصل ښار د بېرته نيولو عملياتو کې پرمختګ کړی او اوس له دغه ښاره د ۱.۵ کيلومتره په واټن کې دي.
دغه ځواکونه وايي له موصل سره نژدې بزوايا سيمې ته ننوتلي او عراقي بيرغ يې هلته ځای پر ځای کړی دی.
د عراقي پوځ په وينا، عمليات نن (۳۱ اکټوبر) سهار مهال پيل شول.
د بي بي سي خبريال چې له عراقي ځواکونو سره دی وايي، امنیتي ځواکونه د سپکو او درنو وسلو له بريدونو سره مخ شوي دي.
د عراق ځانګړو ځواکونو قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب السعادي وايي، هيله من دی چې ژر به دولتي ځواکونه موصل ښار له داعش ډلې ونيسي.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې د "ترهګرۍ ضد ځواکونه او د عراق پوځ له دريو غاړو د موصل ښار کيڼې ساحلي غاړې ته ورمات شوي دي"
تېره اوونۍ عراقي ځواکونو له يو شمېر پرمختګونو وروسته، د موصل پر لورعمليات وځنډول چې اوس يې بيا پيل کړي دي.
عراقي ځواکونه غواړي د کردانو او ولسي پاڅون په مرسته پر "اسلامي دولت" نومې ډلې کړۍ تنګه کړي او له موصله يې وباسي.
د موصل د نيولو لپاره څو اوونۍ چمتووالی کېده. دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې لاس ته لوېدلی دی.
په تېلو بډايه دغه دويم لوی ښار د "اسلامي دولت" نومې ډلې لپاره مهم سټراټيژيک اهميت لري.
وړاندې ملګرو ملتونو ويلي وو، داسې معلومات لري چې داعش اورپکو عراق کې د موصل له جنوبي سيمو زرګونه خلک ښار ته ورلېږدولي، چې بيا يې هلته د بشري سپر په توګه وکاروي.
اټکل کېده چې د روان کال اکټوبر مياشتې ۱۷ نېټې د عملياتو له پيل وړاندې په موصل کې له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ زرو جنګيالي او شاوخوا يو نيم ميليون واسي وګړي موجود وي.