عراقي ځواکونه موصل ښار ته نژدې شوي

موصل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عراقي ځواکونه وايي له موصل سره نژدې بزوايا سيمې ته ننوتلي او عراقي بيراغ يې هلته ځای پر ځای کړی دی.

عراقي امنيتی ځواکونو له "اسلامي دولت" نومې ډلې د موصل ښار د بېرته نيولو عملياتو کې پرمختګ کړی او اوس له دغه ښاره د ۱.۵ کيلومتره په واټن کې دي.

دغه ځواکونه وايي له موصل سره نژدې بزوايا سيمې ته ننوتلي او عراقي بيرغ يې هلته ځای پر ځای کړی دی.

د عراقي پوځ په وينا، عمليات نن (۳۱ اکټوبر) سهار مهال پيل شول.

د بي بي سي خبريال چې له عراقي ځواکونو سره دی وايي، امنیتي ځواکونه د سپکو او درنو وسلو له بريدونو سره مخ شوي دي.

د عراق ځانګړو ځواکونو قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب السعادي وايي، هيله من دی چې ژر به دولتي ځواکونه موصل ښار له داعش ډلې ونيسي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې د "ترهګرۍ ضد ځواکونه او د عراق پوځ له دريو غاړو د موصل ښار کيڼې ساحلي غاړې ته ورمات شوي دي"

موصل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په تېلو بډايه موصل ښار د "اسلامي دولت" نومې ډلې لپاره مهم سټراټيژيک اهميت لري.

تېره اوونۍ عراقي ځواکونو له يو شمېر پرمختګونو وروسته، د موصل پر لورعمليات وځنډول چې اوس يې بيا پيل کړي دي.

عراقي ځواکونه غواړي د کردانو او ولسي پاڅون په مرسته پر "اسلامي دولت" نومې ډلې کړۍ تنګه کړي او له موصله يې وباسي.

د موصل د نيولو لپاره څو اوونۍ چمتووالی کېده. دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې لاس ته لوېدلی دی.

په تېلو بډايه دغه دويم لوی ښار د "اسلامي دولت" نومې ډلې لپاره مهم سټراټيژيک اهميت لري.

وړاندې ملګرو ملتونو ويلي وو، داسې معلومات لري چې داعش اورپکو عراق کې د موصل له جنوبي سيمو زرګونه خلک ښار ته ورلېږدولي، چې بيا يې هلته د بشري سپر په توګه وکاروي.

موصل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پوځ د خبرپاڼې له مخې د "ترهګرۍ ضد ځواکونه او د عراق پوځ له دريو غاړو د موصل ښار کيڼې ساحلي غاړې ته ورمات شوي دي"

اټکل کېده چې د روان کال اکټوبر مياشتې ۱۷ نېټې د عملياتو له پيل وړاندې په موصل کې له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ زرو جنګيالي او شاوخوا يو نيم ميليون واسي وګړي موجود وي.