د موصل جګړه: عراقي ځواکونه له 'مهالوېش مخکې' روان دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونه وايي، د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې نه د عراق موصل ښار د بېرته نیولو ګډ عملیات له ټاکل شوي ''مهالوېش وړاندې'' روان دي.
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، د موصل ښار د نیولو لپاره پر دویمه ورځ د عراقي ځواکونو پرمختګ د پاموړ دی.
خو د پنتاګون ویاند پیټر کوک خبرداری ورکړی، چې د موصل بېرته نیول شاید ''ډېر وخت ونیسي''، خو اوس دې ته کتل کېږي، چې ایا د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې جنګیالي به ټينګ ودرېږي او که به د تېښتې لاره خپله کړي.
د سې شنبې په ګهیځ، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په هوايي ملاتړ عراقي ځواکونو د موصل ښار ته خوځېدل پیل کړي.
موصل د عراق دویم لوی ښار دی.
څوک عملیاتو کې ګډون لري؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ''اسلامي دولت'' ډلې جنګیالیو د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې موصل ښار ونیو او بیا یې د عراق شمالي او لوېدیځې ډېری برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې.
هماغه وخت، د دغې ډلې مشر ابو بکر البغدادي ''اسلامي خلافت'' اعلان کړ او ځان یې له همدې موصل ښاره خلیفه وټاکه.
د ټلوالې له ځواکونو سره د بي بي سي ملګری شوی خبریال وايي جګړه د موصل ښار په سوېلي برخه کې له ښاره نژدې ۴۰ کیلومتره (۲۴ میله) لیرې دوام لري.
د موصل ښار بېرته نیولو عملیاتو کې عراقي ځواکونه، کردي پیشمرګه وسله وال او د ډېری شیعه ولسي پاڅون وسله وال ګډون لري.
د شمېرو له مخې، په دې عملیاتو کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ عراقي ځواکونو، کردي پیشمرګه، سني، عربي قبایلي جنګیالیو او شیعه نیمه پوځي ځواکونو ګډون کړی دی.
د عملیاتو په لومړنیو ساعتونو کې کردانو ګڼ کلي نیولي.
دوی له کرد مېشتي اربیل ښار نه موصل ته پر غځېدلې لارې اضافي ځواکونه هم ځای پرځای کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت اټکل کوي، چې موصل ښار کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې جنګیالي پاتې دي.
موصل ولې مهم دی؟
موصل د عراق نینوه ولایت مرکز او په تېلو تر ټولو ډېر بډایه دویم لوی ښار دی. دا ښار د ''اسلامي دولت'' لپاره سمبولیک ارزښت او اهمیت لري.
دا ښار تر ډېره د سني عراقیانو مېشت ځای و، خو کردان، اشوریان او ترکمن هم پکې مېشت وو. دې ښار د ګڼو مذهبونو پیروان وګړي ځای کړي وو.
خو کله چې ''اسلامي دولت'' ښار ونیو، له ښاره ګڼ لږکي وتلو ته اړ شول، خو ډېری سني عربانو پیل کې د ''اسلامي دولت'' د ورتګ هرکلی وکړ؛ ځکه چې دوی د شیعه ګانو په مشرۍ له مخکیني حکومته ډېر ځورېدلي وو.

د عکس سرچینه، AFP
خو پر ښار د ''اسلامي دولت'' د واکمنۍ دوه کاله لا نه وو تېر شوي، چې موصل کې د دغې ډلې پرضد غږونه پورته شول.
یوه کردي جنرال د بي بي سي خبریالې اورلا ګورین ته وویل: ''له یوه قوي دښمن سره مخامخ یو، دوی نه یوازې له کردانو او شیعه ګانو سره جنګېږي، بلکې له ټولې نړۍ سره یې جګړه ده، غواړو د ټولو په ګټه دا جګړه وګټو.''
د ولسي وګړو برخلیک

د عکس سرچینه، Getty Images
موصل ښار ته د جګړې د لمنې په غځېدو سره د کلابندو ولسي وګړو د ژوند او خوندیتوب په اړه هم اندېښڼې په ډېرېو دي.
د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیرې پریټي پاټیل ویلي، په جګړه کې باید د ولسي وګړو خوندیتوب ته تر هر څه ډېر ''لومړیتوب''ورکړل شي.
دا وايي: ''د موصل بېرته نیول په عراق کې د داعش د ځپلو او په ښار کې د ولسي وګړو په حق کې د ناخوالو د ختمولو لپاره مهم ګام دی.''
''دا چې په ښار کې نژدې یونیم میلیون وګړي دي، ښکاره ده چې خوندیتوب یې مهم دی.''
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د موصل اوسېدونکو ته د داسې ډاډ ورکولو هڅه کوي چې ګني ښار ته به یوازې عراقي ځواکونه ننوځي.
که له موصل ښاره ''اسلامي دولت'' ډله وهم وشړله شي، دغه ډله د عراق پر شمالي او ختیځو سیمو واکمنه ده.

د عکس سرچینه، Reuters
ملګري ملتونه وايي، شاید ۱۰۰۰۰۰ عراقي ولسي وګړي د موصل له جګړې نه سوریې او ترکیې ته وتښتي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو لپاره د خېمو، پنډغالو او د ژمي په رانژدې کېدو سره د نورو اړینو توکو د چمتو کولو لپاره د ۶۱ میلیون اضافي ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
دوی وايي، دا مرستې او پیسې په په عراق کې د ننه او دوو نورو ګاونډیو هېواونو کې د بې ځایه شویو یوڅه درد دوا کړي.









