د موصل جګړه: کردانو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

قیاره ته څېرمه یو عراقی سرتېری

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عراقي دولتي ځواکونو له سوېل نه د موصل خوا ته د پرمختګ حال کې دي

کردي جنګیالي وايي، موصل ښار ته څېرمه یې لوی عملیات پیل کړي او له دې ښاره د "اسلامي دولت" نومې ډلې د مشرانو او جنګیالیو تېښته دوام لري.

بل خوا، د امریکا پوځ وايي، داسې نښې یې ترلاسه کړې، چې ګني موصل ښار ته د عراقي ځواکونو په ورنژدې کېدو سره، له دې ښاره د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې مشران تښتېدلي دي.

جنرال ګري ولسکي وویل: "شک مه کوئ چې د عراقي امنیتي ځواکونه لاسبري شوي دي."

د عراق پوځ له سوېلي لوري د موصل خوا ته د پرمختګ په حال کې دی او کردي پیشمرګه ځواکونه د ښار له ختیځ لوري ښار ته نژدې شوي دي.

اټکل دی چې په موصل ښار کې د داعش لږترلږه پنځه زره جنګیالي وي.

جنرال ولسکي د موصل د عملیاتو د ارزونې په اړه وویل: "موږ له موصل نه بهر د خوځښتونو شاهدان یو؛ داسې نښې مو ترلاسه کړې چې د داعش مشران له هغه ځایه وتلي دي."

هغه ددغو مشرانو د هویت په اړه نور جزییات ورنه کړل.

معلومه نه ده چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي چېرې دی. ځینې رپوټونه وايي، نوموړی موصل کې دی، خو ځینې نور بیا وايي، چې له موصل ښار نه یې پښې سپکې کړې دي.

د بي بي سي یو شنونکی الن جانسټن وايي، له شک پرته د داعش ځینې غړي به ښار کې پاتې شي او امکان لري مقاومت هم سخت شي.

موصل ته څېرمه د عراقي پوځ توپچي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، رپوټونه وايي، د دعش مقاومت سخت شوی دی
یو سړی د جګړې ډګر کې سیلفي اخلي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، که څه هم تېرو ورځو کې پرمختګ شوی، خو شاید جګړه ډېره وغځېږي

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د ځمکنیو عملیاتو قومندان جنرال ولسکي وايي، تر ډېره د داعش مقاومت کوونکي جنګیالي بهرني اورپکي دي:

"ماشومان وژغورئ"

"موږ تمه لرو چې د دوی ډېر بهرني جنګیالي هلته پاتې شي، ځکه چې دوی به د داعش له سیمه ییزو مشرانو سره د جګړې له ډګره ونه شي وتلی، نو تمه مو دا ده چې پاتې شي او وجنګېږي."

وړاندې د "ماشومان وژغورئ" مرستندویه سازمان ویلي وو، په تېرو لسو ورځو کې د موصل د جګړې له تښتېدلو ۵۰۰۰ کسانو یې ډېری سوریې ته اوښتي دي.

دا عراقي وګړي اوس د سوریې په شمال ختیځ "الهول" کمپ کې مېشت شوي. دا پنډغالی د ۷۵۰۰ کسانو د مېشتېدو لپاره جوړ شوی، خو دا مهال پکې ۹۰۰۰ کسان اوسېږي.

د موصل ښار بېرته نیولو عملیاتو کې عراقي ځواکونه، کردي پیشمرګه وسله وال او د ډېری شیعه ولسي پاڅون وسله وال ګډون لري.
د عکس تشریح، د موصل ښار بېرته نیولو عملیاتو کې عراقي ځواکونه، کردي پیشمرګه وسله وال او د ډېری شیعه ولسي پاڅون وسله وال ګډون لري.

ویل کېږي په کمپ کې کافي روغتیايي اسانتیاوې نه شته او ډېر ککړ هم دی.

وړاندې ملګرو ملتونو د موصل د جګړې په درشل کې د ممکنه "بشري ناورین" رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنې دا مهال د موصل په ختیځ، شمال او جنوب کې د بې ځایه شویو وګړو لپاره د لنډمهالو پنډغالو پر جوړولو بوختې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په پام کې ده چې راتلونکو ورځو یا اونیو کې لږترلږه ۲۰۰ زره وګړي په دغو موقتي سرپناوو کې مېشت کړي.

د موصل ځینو وګړو رویټرز خبري اژانس ته د تیلیفون له لارې ویلي، داعش له ښاره د دوی د وتلو مخه نیولې او ځینې یې په هغو ودانیو کې مېشتولو ته اړایستلي، چې شاید د "داعش ضد ایتلاف" پرې بریدونه وکړي.

د عراق پوځ پر موصل له برید پیلولو وړاندې له ښاریانو د وتلو غوښتنه کړې وه چې "د داعش له پېژندل شویو استوګنځیو ځانونه لیرې وساتي".

موصل

د عکس سرچینه، Stratfor, AllSource Analysis, Digital Globe

د عکس تشریح، د موصل واټونو کې له سوځېدلو څیزونو لوګي پورته کېږي - انځور د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوی

موصل ولې مهم دی؟

  • وصل د عراق نینوه ولایت مرکز او په تېلو تر ټولو ډېر بډایه دویم لوی ښار دی. دا ښار د ''اسلامي دولت'' لپاره سمبولیک ارزښت او اهمیت لري.
  • دا ښار تر ډېره د سُني عراقیانو مېشت ځای دی، خو کردان، اشوریان او ترکمن هم پکې مېشت دي.
  • کله چې ''اسلامي دولت'' ښار ونیو، له ښاره ګڼ لږکي وتلو ته اړ شول، خو ډېری سني عربانو پیل کې د ''اسلامي دولت'' د ورتګ هرکلی وکړ؛ ځکه چې دوی د شیعه ګانو په مشرۍ له مخکیني حکومته ډېر ځورېدلي وو.
  • خو پر ښار د ''اسلامي دولت'' د واکمنۍ دوه کاله لا نه وو تېر شوي، چې موصل کې د دغې ډلې پرضد غږونه پورته شول.