تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د موصل نيولو جګړه
ملګري ملتونه وايي دوی باور وړ داسې معلومات لري، چې داعش اورپکو عراق کې د موصل له جنوبي سیمو زرګونه خلک ښار ته ورلېږدولي، چې بيا یې هلته د بشري سپر په توګه وکاروي.
د عراق ځانګړي ځواکونه وايي دوی بيا د جګړې له لومړۍ کرښې له ۱۰۰۰ زيات خلک نورو سيمو ته لېږدولي دي.
حکومتي ځواکونه او کوردي جنګيالي د دغه ښار پر لور مخ پر وړاندې ور روان دي، او د "اسلامي دولت" نومې ډلې اورپکې په شا تمبوي.