په عراق کې دوو ځانمرګو بریدونو ۲۱ کسان ووژل

د عکس سرچینه، Tasnim
له عراق رپوټونه وايي، چې د دغه هېواد په تکریت او سامرا ښارونو کې دوو ځانمرګو په موټر بم بریدونو سره د "لسو ایرانیانو" په ګډون ۲۱ کسان ووژل.
ایرانۍ رسنۍ د دغه هېواد د حج او زیارت ادارې د چارواکو له خولې وايي، چې په دې بریدونو کې لس ایرانيان هم وژل شوي دي.
د روانې اونۍ په وروستیو کې د شېعه وو د څلوېښتۍ( د محرم له لسمې ۴۰ ورځې وروسته ) مراسم دي او د ایرانیانو په ګډون شیعه زیارت کوونکي د عراق مذهبي ښارونو ته ځي.
په تکرېت کې د ځانمرګي برید له امله ۱۳ کسان وژل شوي او د سامرا ځانمرګي برید کې تر اتو پورې کسان وژل شوي دي.
دا سامرا برید د شیعه زیارتوکوونکو د موټرو په پارکېنګ کې شوی دی.
په دواړو بریدونو کې امبولانس موټر کارول شوي دي.
دا بریدونه په موصل کې د اسلامي دولت ډلې په ضد د عراق د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو ملېشو له عملیاتو سره هممهال دي.
د عراق لومړي وزیر د شنبې په ورځ په موصل کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وویل، چې ډېر ژر به دا ښار له داعش وسلوالو ونیسي.
حیدر عبادي داعش وسلوالو ته خبرداری ورکړ چې د ژوندي پاتېدلو لپاره وسلې پرځمکه وغورځوي او تسلیم شي.
خو د داعش مشر ابوبکر بغدادي خپلو وسلوالو ته ویلي، چې له موصل ښار شاتګ ونه کړي.
موصل له نږدې دوو کلونو راهیسې د داعش په ولکه کې دی او د دې ډلې پلازمېنه بلل کېږي، خو په وروستیو ورځو کې د عراق د حکومت له سختو عملیاتو سره مخ دی.








