ابو بکر البغدادي: له موصله مه په شا کېږئ

البغدادي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، که دا غږیز پیغام تایید شي چې د ابو بکر البغدادي دي، نو هغه ګومانونه او ګنګوسې به ناسمې وخېژي، چې ګني نوموړی "مړ" شوی دی.

د "اسلامي دولت" نومې ډلې مشر ابو بکر البغدادي ته په یوه منسوب شوي غږیز پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتل شوي چې د عراق موصل ښار له لاسه ونه باسي.

که دا غږیز پیغام تایید شي چې د ابو بکر البغدادي دي، نو هغه ګومانونه او ګنګوسې به ناسمې وخېژي، چې ګني نوموړی "مړ" شوی دی.

دا له څه باندې یوه کال راهیسې د البغدادي لومړنی غږیز پیغام دی.

پیغام کې له عراقیانو غوښتل شوي چې موصل ښار د حکومتي ځواکونو لپاره پرې نه ږدي.

دا ښار له ۲۰۱۴ کال راهیسې له "اسلامي دولت" ډلې سره دی.

اټکل دی چې البغدادي لاهم موصل ښار کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له زرګونو وسله والو سره دی.

عراقي ځواکونو نیول شویو سیمو کې د خلکو کورونه پلټلي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، عراقي ځواکونو نیول شویو سیمو کې د خلکو کورونه پلټلي

د البغدادي دغه غږیز پیغام د کومې بې پرې سرچینې له خوا نه دی تایید شوی.

په وروستیو کلونو کې د البغدادي د مړینې په اړه رپوټونه خپاره شول، په تېره بیا تېر کال د امریکا په مشرۍ ایتلاف وویل، هغه کاروان یې په نښه کړی، چې البغدادي هم پکې روان وو.

د عراق حکومتي ځواکونو د موصل جګړې په لړ کې پرمختګ وکړ، خو ډېره مرګ ژوبله وروانه وښته.

د ترهګرۍ پرضد مبارزې د ځواکونو ویاند صباح النعمان بي بي سي ته وویل، د "اسلامي دولت" ډلې ډېری جنګیالي د جګړې پرمهال وژل شوي.

البغدادي دوه کاله وړاندې له همدې موصل ښاره، چې اوس یې هم په واک کې دی، ځان "خلیفه" اعلان کړ.

البغدادي ته په منسوب شوي غږیز پیغام کې، چې د سې شنبې پر ګهیځ خپور شوی ویل شوي "پر خپلې خاورې منګولې ټینګې کړئ، دا کار په ټیټ سر له تېښتې زر ځلې غوره دی."

د موصل جګړه کې پر حکومتی ځواکونو سربېره کورد پېشمرګه او سني او شیعه اېتلاف هم برخه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د موصل جګړه کې پر حکومتی ځواکونو سربېره کورد پېشمرګه او سني او شیعه اېتلاف هم برخه لري.

"مه تښتئ. ځکه چې پراخه جګړه او لوی جهاد زموږ ایمان لا پسې ټینګوي. ان شاء الله، دا ټول زموږ لپاره د بریا پیلامه ده."

د موصل نیولو لپاره د نړیوال ایتلاف په همکارۍ د عراقي ځواکونو جګړه د تېر اکتوبر پر ۱۷مه پیل شوه.

له عراقي ځواکونو سره د بي بي سي ملګری شوی خبریال ین پنل وايي، هغه کسان وژل شوي چې جګړې ته یې مخه کړې او نور په ښار کې ورک دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره د تړاو لرلو په شک ځینو کسانو ته برېښنايي شارټونه ورکړل شوي او په عامو واټونو کې درول شویو ګاډو کې بندي کړل شوي دي.

موصل کې د شاوخوا ۱٫۲ میلیون ایسارو شویو وګړو د برخلیک په اړه هم ډېره اندېښنه ده.

د عکس سرچینه، Ronald Grant

د عکس تشریح، موصل کې د شاوخوا ۱٫۲ میلیون ایسارو شویو وګړو د برخلیک په اړه هم ډېره اندېښنه ده.

موصل کې د شاوخوا ۱٫۲ میلیون ایسارو شویو وګړو د برخلیک په اړه هم ډېره اندېښنه ده.