عراقي پوځ د موصل نیولو لپاره بیا عملیات پیل کړل

د عکس سرچینه، AP
عراقي پوځ د دوشنبې په ګهیځ یوځل بیا د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره له ختیځې جبهې عملیات پیل کړي دي.
پوځ وايي، هوډ یې کړی چې د موصل نیولو لپاره د دجلې سیند ختیځه څنډه لومړی ونیسي.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: ''د ترهګرۍ ضد ځواکونه او د عراق پوځ له درو غاړو نه د موصل ښار کیڼې ساحلي غاړې ته ته ورمات شوي دي''.
تېره اونۍ عراقي ځواکونو له ځینو پرمختګونو وروسته، د موصل پر لور عملیات وځنډول.
دوی غوښتل دې کردي ځواکونو او ولسي پاڅون په همکارۍ پر ''اسلامي دولت'' نومې ډلې کړۍ تنګه کړي او له موصله وتلو ته یې اړباسي.
د ''اسلامي دولت'' پرضد د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ویاند د شنبې په ورځ وویل، د موصل د بېرته نیولو عملیات د لنډمهال لپاره درول شوي دي.
د جمعې په ورځ، د ولسي پاڅون ځواکونو ویلي وو، د موصل ښار له لوېدیځې خوا یې پر تلعفر ښار برید پیل کړی دی.
د موصل د نیولو لپاره څو اونۍ چمتووالی نیول کېده. دغه ښار په ۲۰۱۴ کال د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې لاس ته ولوېد.
د عراق په تېلو بډایه دغه دویم لوی ښار د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې لپاره مهم سټراتیژیک اهمیت لري.










