د عراق موصل ښار بېرته نیولو جګړه
عراقي ځانګړي ځواکونه وايي، د موصل شاوخوا سیمو کې یې له لومړۍ کرښې زرګونه ولسي وګړي نورو سیمو ته لېږلي دي. موصل د اسلامي دولت نومې ډلې ورستی مرکز دی.
عراقي سرتېري او کردي ځواکونه د داعش له ځانمرګو بریدونو سره مخامخ دي . داعش له ولسي خلکو هم د ډال په ډول کار اخلي. د بي بي سي د خبریالې اورلا ګورېین دا رپوټ د فضلیه له کلي دی.