د عراق دولتي ځواکونو د کرکوک بشپړ کنټرول ترلاسه کړ

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې دولتي ځواکونو پر کرکوک ښار د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې برید په شا تمبولی او ددې ښار بشپړ کنټرول یې ترلاسه کړی دی.
ددغه راپور له مخې، د کرکوک حکومتي چارواکو په دغه ښار کې ګرځبندیز چې له پرون راهیسې لګول شوی و، لږ څه لرې کړی دی.
د تېرې ورځې (جمعه، اکتوبر ۲۱مه) په سهار د داعش ډلې اړوندو څو ځانمرګو بریدګرو په څو سیمو کې په ورته وخت کې ځانمرګي بریدونه وکړل.
تېره ورځ همداراز داعش اورپکو ددې ښار شمال لویدیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې د دبس پر برېښنا کوټ برید وکړ چې ددې برید په ترڅ کې ۱۲ کسان ووژل شول چې لږ ترلږه ۳ یې ایرانیان وو.
کرکوک د بغداد شمال په ۲۹۰ کیلومترۍ کې او د موصل سوېل ختیځ په ۱۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
دا برید داسې مهال کېږي چې دولتي ځواکونه د کردي پېشمرګه سرتېرو د عراق یو له لویو ښارونو موصل بېرته نیولو لپاره ګډ عملیات ګړندي کړي دي.
د موصل عملیات له دوشنبې ورځې (اکتوبر ۱۷مه) د ۳۰ زرو پېشمرګه او داوطلبه شیعه ځواکونو په ګډون پیل شوي چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې هوایي ملاتړ کوي.
د عراق پر موصل ښار د حکومتي برید په ځواب کې اسلامي دولت نومي ډلې پر کرکوک ښار برید وکړ.








