د عراق پر موصل ښار د حکومتي برید ځواب کې اسلامي دولت نومي ډلې پر کرکوک برید کړی

موصل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د موصل بېرت نیولو عملیات د اکتوبر په ۱۷مه پیل شوي چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې هوایي ملاتړ کوي.

د اسلامي دولت نومي ډلې تر ولکې لاندې ښار موصل باندې د عراق حکومتي ځواکونو د برید په ځواب کې د دغې ډلې وسله والو شمالي عراق کې نن ګهیځ پر کرکوک ښار بریدونه کړي.

ویل کېږي دغو بریدونو کې شپږ پولیس او ۱۶ ملکي کسان وژل شوي دي. نښتو کې د ۱۲ بریدګرو وژل کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دی.

عیني شاهدان وايي، له هغې سیمې، چې ګهیځ وختي په کې بریدونه پیل شوي وو، تر ناوخته پورې د ډزو غږونه راتله.

د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند یوه خبري اژانس ادعا کړې، چې وسله وال برید ګر د ښار مرکز ته رسېدلي او یو هوټل یې هم نیولی دی، خو حکومتي چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.

کرکوک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر کرکوک د اسلامي دولت نومي ډلې له برید وروسته کردي ځواکونه هم د عراق له حکومتي ځواکونو سره یو ځای شو دي

د کرکوک والي په وینا پر دغه ښار د نن برید هغو بریدکونکو کړی، چې له مخکې دغه ډول بریدونو ته کمین کې ناست وو او 'سلیپر سیلز ' بلل کېږي.

د عراق رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ښار کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی او د جوماتونو تړل کېدو له کبله د جمعې خطبه هم نه ده ویل شوې.

بل لور ته د عراق په شمال کې حکومت پلوه ځواکونو له اسلامي دولت نومي ډلې نه د موصل بېرته نیولو لپاره دویم برید پیل کړی دی.

کرکوک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ویل کېږي کردي پېش مرګا ځواکونه د حالت کنترول په واک کې لري

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون له دې مخکې ویلي و؛ له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د عراق د موصل ښار بېرته نیولو په پوځي عملیاتو کې یو امریکایی سرتېری د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي.

پنتاګون په یوه ویناپاڼه کې ویلي؛ وژل شوی امریکایی د ماینونو شنډولو متخصص و او له کردي پېشمرګه ځواکونو سره یې همکاري کوله.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې دا څلورم امریکایي پوځي دی چې د داعش پروړاندې جګړه کې وژل کېږي.

د موصل عملیات له دوشنبې ورځې (اکتوبر ۱۷مه) د ۳۰ زرو پېشمرګه او داوطلبه شیعه ځواکونو په ګډون پیل شوي چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې هوایي ملاتړ کوي.

اټکل کېږي چې لا هم په دغه ښار کې یو میلیون او ۵۰۰ زره ولسي وګړي په دغه ښار کې دي.

امریکایي ځواکونو په تېرو ورځو کې د موصل ښار په څنډو کې د داعش مرکزونه بمبار کړل.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د پنجشنبې په ورځ وویل، له داعش نه د موصل ښار بېرته نیول تر ټاکل شوي پلان چټک مخته ځي.

کرکوک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کرکوک کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی

هغه وویل، کردي ځواکونه او عراقي پوځیان "په دقیق ډول او بشپړې همغږۍ" سره مخته ځي.

عراقي کردي ځواکونو اوسمهال د موصل له شمال او ختیځ نه پراخ عملیات پیل کړي دي.

له ښار نه راپورونه وایي چې د هغوی د ورځې اړتیاوې په چټکۍ په ختمېدو دي.

همداراز د راپورونو له مخې، د داعش ډېرو مشرانو د دغو ځواکونو پر نژدې کېدو له سیمې تېښته کړې خو ویل کېږي چې لا هم ۵۰۰۰ اورپکي په ښار کې دي.

موصل د عراق په شمال کې له لویو ښارونو دی چې نژدې دوه کال وړاندې اسلامي دولت نومې په ډلې ونیوه او پر خپل اصلي مرکز یې بدل او له همغه ځایه یې د "خلافت" اعلان وکړ.